• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا کانګرس په پټه د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو ویزې لغوه کړې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د امریکا کانګرس په پټه د هغو افغانانو ویزې لغوه کړې دي، چې له دې وړاندې یې امریکا ته د انتقال پروګرام ټرمپ ځنډولی و. اوس ډیموکراتان هیله لري چې که د منځمهاله ټاکنو پر مهال د کانګرس دواړې جرګې یا یوه هغه وګټي، دا دروازه بېرته پرانیزي.

ضیا غفوري په ۲۰۱۸ کال کې د سپینې ماڼۍ په ختیځ تالار کې په داسې حال کې ولاړ و، چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په شوک درې کې د جګړې پر مهال د زړورتیا د ستاینې په مراسمو کې د ګرین بېریټس ځواکونو د ژباړن په توګه د هغه له «سپېڅلي خدمت» مننه کوله.

خو تېر کال، ټرمپ د ویزو هغه ځانګړی پروګرام وځنډاوه چې غفوري او نورو افغانانو ته، چې د طالبانو پر ضد د شلو کلونو جګړې پر مهال یې له امریکايي حکومت سره کار کړی و، په متحده ایالاتو کې د قانوني استوګنې لاره برابروله.

ټرمپ دا پرېکړه څو ساعته وروسته له هغې وکړه، چې یو افغان وګړي ،چې له سي‌اې‌اې سره تړلو قطعاتو کې یې جګړه کړې وه او په ۲۰۲۱ کال کې د دوه کلنې موقتي اجازې له لارې امریکا ته داخل شوی و، په واشنګټن ډي‌سي کې د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو ډزې وکړې، چې یو یې ووژل شو.

بیا د سې‌شنبې په ورځ، کانګرس په پټه توګه د لګښتونو د هغې کڅوړې په تصویب سره دا پروګرام په بشپړ ډول وتاړه، چې د دې پروګرام لپاره د نویو ویزو اجازه نه ورکوي.

د دغه پروګرام تدریجي بندېدل د نومبر میاشتې له ډزو وروسته په کانګرس کې د سیاسي دریځونو د چټک بدلون ښکارندویي کوي.

رحمان‌الله لکڼوال ځانګړې افغان ویزه نه لرله، خو د ټرمپ د ادارې له‌خوا ورته پناه ورکړل شوې وه. په کانګرس کې ډېر جمهوري‌پالان او ان هغه کسان چې مخکې یې د افغان همکارانو پروګرام ملاتړ کاوه، ژر د ټرمپ تر شا ودرېدل.

100%
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر دوبی کانګرس ته ویلي وو چې د کډوالۍ شاوخوا ۹ زره ځانګړې ویزې لا هم د افغانانو لپاره شته.

د جمهوري‌پالو د رایه ورکوونکو له غبرګون څخه وېرې او دې ادعا چې افغانان ترهګر دي، هغه اجماع له منځه وړې ده، چې د جګړې پر مهال له امریکایانو سره د ولاړو افغانانو ملاتړ پکې کېده.

د ټکساس استازي مایکل مک‌کال وویل: «جمهوري‌پال رایه ورکوونکي فکر کوي چې هر افغان چې امریکا ته داخل شوی، ترهګر دی.» هغه له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د بهرنیو اړیکو د کمېټې لوړپوړی جمهوري‌پال و او اعلان یې کړی و چې له کانګرس نه تقاعد اخلي.

نوموړي وویل، که څه هم د افغانانو د لا زیاتې ارزونې پلوی دی، خو هر څوک چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) شرایط پوره کوي، له امریکايي پرسونل سره یې نږدې کار کړی دی.

هغه زیاته کړه: «دا ویل چې هغوی ترهګر دي، حال دا چې دوی زموږ له پوځ او استخباراتي ډلو سره یو ځای ترهګر وژلي، هېڅ مانا نه لري.»

اوس هغه افغانان چې غوښتنلیکونه یې لا هم تر ارزونې لاندې دي، نه پوهېږي چې د ټرمپ اداره به کله او یا ایا بیا هم ویزې ورکړي که نه. دې حالت ډېری هغه کسان، چې لا هم په افغانستان یا نورو هېوادونو کې د کډوالو په توګه ژوند کوي، له جدي خطر سره مخ کړي دي.

غفوري وویل: «دا افغان متحدین هغه کسان وو چې زموږ د زامنو او لوڼو تر څنګ په بهر کې ودرېدل. هغوی ټپیان پورته کړل او ژوند یې وژغوره.»

په تېرو کلونو کې د نویو ویزو تصویبولو کله ناکله د پردې شاته سیاسي معاملې ته اړتیا لرله. خو تل د جمهوري‌پالو یوې ډلې، چې ډېری یې پخواني سرتېري وو، پر دې ټینګار کاوه چې واشنګټن باید خپله ژمنه پوره کړي او افغان همکاران خوندي امریکا ته راولي.

خو د ټاکنو په کال کې هېڅ جمهوري‌پال د افغان ځانګړو ویزو د غځولو غوښتنه نه ده کړې او نه یې د ټرمپ د نامحدوده ځنډ پر وړاندې علني مخالفت کړی دی. هغوی د ولسمشر هغه بې‌اساسه ادعاوې هم نه دي ننګولې چې ګواکې د ارزونې ناکامي د ملي ګارد د پېښې لامل شوې ده.

د نویارک ټایمز د رپوټ له مخې، سره له دې، د ټرمپ ادارې یا د کانګرس له جمهوري‌پالو څخه د ارزونې د سختولو کوم وړاندیز هم نه دی شوی.

د نیوهمپشایر سناتورې جین شاهین وویل: «هغوی یوازې دروازه ټکوي او بندوي. د تصدیق شویو SIV غوښتونکو پرېښودل یا د افغان کورنیو بېرته د طالبانو لاس ته سپارل امنیت نه دی؛ دا له هغو ژمنو سره خیانت دی چې موږ له هغو کسانو سره کړې وې چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی و.»

ډیموکراتان وایي، هغوی هڅه وکړه خو پاتې راغلل .

د کولوراډو استازي جېسن کرو وویل: «د جمهوري‌پالو په لوري کې ډېر پخواني سرتېري شته چې دا کار به یې کاوه، خو له بده مرغه دا مهال د علني رایې ورکولو جرئت نه لري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر دوبي کانګرس ته ویلي وو چې شاوخوا ۹ زره ځانګړې ویزې لا هم د افغانانو لپاره شته. خو د ټرمپ ادارې کانګرس ته هېڅ نښه نه ده ورکړې چې غواړي دا ویزې لسګونو زرو پاتې غوښتونکو ته بېلې کړي. تېر کال د جولای تر میاشتې، له ۱۴۰۰ څخه زیات افغانان د ارزونې په وروستیو پړاوونو کې وو، او له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو نورو لا هم اسناد سپارل، چې د لوړپوړي پوځي یا دیپلوماتیک چارواکي سپارښت لیک هم پکې شامل و.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې ځانګړې ویزې له دې امله ځنډېدلې دي، چې سمه ارزونه وشي او د غوښتونکو هویت او د ویزې وړتیا تایید شي. خو وزارت دا ونه ویل چې ایا پاتې ویزې به په پای کې ورکړل شي که نه.

100%
اوس هغه افغانان چې غوښتنلیکونه یې لا هم تر ارزونې لاندې دي، نه پوهېږي چې د ټرمپ اداره به کله یا ایا بیا هم ویزې ورکړي که نه.

تېر کال د قانون جوړونکو یوې دوې ګوندي ډلې پر کانګرس فشار راوړ چې ۲۰ زره نورې ځانګړې ویزې تصویب کړي، او په یوه لیک کې یې ولیکل چې غوښتونکي ډېر وخت کلونه انتظار باسي څو «سخته ارزونه» بشپړه کړي.

ځینو جمهوري‌پالو له پېښې وروسته وویل چې لا هم هڅه کوي څو دا ویزې د بهرنیو چارو وزارت د بودجې په لایحه کې شاملې کړي. د ایوا استازې ماریانېټ میلر مېکس، چې تېر کال یې د زرګونو نویو ویزو ملاتړ کړی و، وویل چې دا کار اوس «ډېر ستونزمن» شوی دی.

جمهوري‌پال د بایډن اداره تورنوي چې افغان همکاران یې په افغانستان کې پرېښي او نور یې درېیم هېواد ته ایستلي، چې ورته ویل شوي وو هلته به یې چارې بشپړې او امریکا ته به ولېږدول شي. هغه کسان چې پخوا یې د زرګونو نورو ویزو غوښتنه کوله، وایي چې افغانان یې نه دي هېر کړي.

د ایوا استازي زک نن وویل: «زه ژمن یم یوه داسې لاره پیدا کړو چې زموږ له افغان همکارانو سره مرسته وکړو، له هغو کسانو سره چې زموږ د ځواکونو تر څنګ یې خپل ژوند په خطر کې اچولی، خو په هر پړاو کې سخته ارزونه او حساب‌ورکونه هم وساتو.»

حقوقي کارپوهان وایي، که څه هم ټرمپ نه شي کولی دا پروګرام په یوازې سر پای ته ورسوي، خو دا روښانه نه ده چې کانګرس کوم عملي وسایل لري څو اداره دې ته اړه کړي چې پاتې ویزې هغو غوښتونکو ته ورکړي چې ځینو یې کلونه انتظار ایستلی او که دا ویزې ورنه کړل شي، امریکا ته د تګ بله لاره نه لري.

ډیموکراتان، د هغو لږو جمهوري‌پالو ترڅنګ چې لا هم د افغان همکارانو د پروګرام ملاتړ کوي، هیله لري چې که د منځمهاله ټاکنو پر مهال د کانګرس د دواړو جرګو یا یو یې وګټي، په راتلونکې بودجوي لایحه کې دا دروازه بېرته پرانیزي.

جېسن کرو خبرداری ورکړی چې که دا پروګرام بېرته فعال نه شي او «موږ له خپلو افغان شریکانو مخ واړوو»، دا به د هېواد پر تندي «اخلاقي داغ» وي.

ډېر لیدل شوي

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده
۱

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۲

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۳

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۴

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۵

هبت‌الله اخوندزاده د پولیسو روغتونونو ته د محتسبانو او کورنیو د «امتیازي درملنې» امر کړی