• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا او ایران د خبرو اترو تر هوکړې وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۷ GMT+۰

له هغه وروسته چې امریکا او ایران د عمان په منځګریتوب په خبرو اترو هوکړې ته ورسېدل؛ د تېلو بیې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) راټیټې شوې دي.

د سي‌اېن‌بي‌سي شبکې د راپور له مخې؛ د امریکا د خامو تېلو بیه په اسیا کې ۱.۴ سلنه راټیټه شوه او په هر بېرل کې ۶۴.۲۶ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د برینټ نړۍوال معیار ورته اندازه ۶۸.۴۹ ډالرو ته راټیټه شوه.

سي‌اېن‌بي‌سي لیکي، ایران غواړي خبرې اترې یوازې پر اټومي موضوع متمرکزې شي؛ خو امریکا هڅه کوي د تهران د بالستیک توغندیو پروګرام، په سیمه کې د وسله‌والو ډلو ملاتړ او په ایران کې د بشري حقونو وضعیت هم د خبرو اجنډا ته ورزیات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ توندې څرګندونې د تېلو بیې نږدې درې سلنه لوړې کړې وې. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ویلي و، چې علي خامنه‌یي «باید ډېر اندېښمن وي».

ټرمپ تېره میاشت هم خبرداری ورکړی و، که اټومي هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو هغه به پر ایران د پوځي برید په اړه فکر وکړي او حتی د کورنیو لاریون کوونکو د ملاتړ امکان یې هم څرګند کړی و.

شنونکو سي‌اېن‌بي‌سي ته ویلي، ښايي د تېلو بازار تر اړتیا زیات د ډیپلوماتیکو نښو پر وړاندې غبرګون ښودلی وي؛ هغه نښې چې کولای شي ډېر ژر بدلون ومومي.

د «اېم.اېس.ټي مارکی» د انرژۍ څېړنو مشر ساول کاوونیک ویلي، چې د ایران د خبرو اترو په اړه د متناقضو پیغامونو بېلول ګران دي او دغه خبرې اترې ښایي هم د تاوتریخوالي د کمېدو نښه وي او هم د پوځي اقدام تر مخه یوه تکتیکي تګلاره.

هغه ټینګار کړی، سره له دې چې بیې راټیټې شوې، بنسټیز ګواښونه لا هم لوړ دي او په سیمه کې د امریکا او د هغه د متحدینو له‌خوا د پوځي ځواکونو او تجهیزاتو پراخ ځای پرځای کېدل ښيي چې د برید احتمال لاهم جدي دی.

ډېر لیدل شوي

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده
۱

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۲

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۳

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۴

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۵

هبت‌الله اخوندزاده د پولیسو روغتونونو ته د محتسبانو او کورنیو د «امتیازي درملنې» امر کړی