د پاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف خبرې نوې نه دي. له بده مرغه، کله چې د "جوانان مسلمان" د جهادي ډلو یو شمېر مشرانو پاکستان ته پناه یوړه او په افغانستان کې د خلق دیموکراتیک ګوند تر کودتا وروسته د انحصاري قدرت سیاست حاکم شو، میلیونونه افغانان پاکستان او ایران ته کډه شول.
د افغانستان په خاوره د ساړه جنګ رقابتونه د شرق او غرب تر منځ پیل او افغانان په دغو رقابتونو کې قرباني شول. د پاکستان سیاسیونو په بار بار ویل که عربو ته خدای تیل ورکړي، نو دوی ته خدای افغانستان په لاس ورکړ.
پاکستان او ایران په تیرو پنځو لسیزو کې د افغانستان د ټولو نظامونو او رژیمونو د جوړیدو او له منځه وړلو په دواړو حالتونو کې ګټه اخستې ده. پاکستان له سړې جګړې او هم له تروریزم سره د مبارزې په جګړو کې زیات امکانات تر لاسه کړل.
په ایران او پاکستان کې د افغانانو له زیاتیدو سره، دواړو هیوادونو اوږدمهاله پالیسې درلودې چې په افغانستان کې د افغانانو په وسیله اوږدمهاله نفوذ ولري. د دغه نفوذ لپاره دواړو هیوادونو هارډ او سافټ پاور نه کار واخیست.
په ایران کې یې اته شیعه ډلې او په پاکستان کې د اوه ګونې او درې ګونې اتحادونو په نامه، جهادي تنظیمونه ایجاد کړل. د دې لپاره چې په دغه ډلو کنترول ولري، دوی یې د یو بل نه جدا وساتل او اتحاد ته یې نه پریښودل. کله به چې کومې ډلې د دوی د اوامرو نه سر کشي کوله، دوی به یې د یو بل په مقابل کې استعمالول او حتا جنګول. ایران، شعیه ګانو ته روحاني اخوندان استخدام کړي چې په دغو ډلو کې نفوذ ولري او پاکستان د جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام او حتا په ملي ګرایانو کې «نیشنلیان او عوامي نیشنل ګوندونو مشران» د Mentor یا رهنما په توګه استخدام کړي وو چې د دې ډلو په مشرانو نفوذ ولري.
ایران او پاکستان د دغه جهادي تنظیمونو نه برسیره، د افغانان د منځ نه یو شمیر نورې جنګې ډلې په سیمه کې د خپلو مهمو ستراتیژیکو اهدافو لپاره تنظیم کړلې. لکه فاطمون او زینبون چې په عراق او سوریه کې یې وجنګول او پاکستان هم لشکر طیبه، ټي ټي پي، لشکر اسلام، داعش، د شرقي ترکستان اسلامي تحریک، د ازبکستان اسلامي تحریک، حزب تحریر، جیش العدل او نورې ډلې ایجاد او تقویه کړلې چې په کشمیر، چین او مرکزي اسیا کې د خپل نفوذ لپاره استعمال او د هغوي نه امتیاز واخلي. یعنې دواړو هیوادونو دغه جنګې ډلې د بزنس د فرانچایز په ماډل بدلې کړلې.
د سافټ پاور په وسیله، ایران او پاکستان، د افغانستان په نامه سیاسیونو، روښانفکره، مدني ټولنو، ادیبانو، شاعرانو، ژورنالستانو، ملکانو، ملایانو، هنرمندانواو د ښځو په ګروپونو کې نفوذ او ډیر کسان استخدام کړل چې د هغوي د موخو لپاره ترې کار واخلي او د ایران او پاکستان د پالیسیو روایتونه تقویه کړي. تاسي وکتل چې هغوی به زیات د ایران او پاکستان په ضد خبرې کولې، هغوی له ټولو نه زیات پاکستان او ایران ګټو ته وفاداره وو.
د همدغه نفوذ په اساس، ایران او د سیمې نورو هیوادونو ارګ ته د مرستو په نوم بنډلې ورکولې او د افغانستان د امنیت په شورا، او د حکومت به نورو برخو کې لکه پارلمان او قضاییه قوو کې معلوم الحاله نفوذ پیدا کړ. د دغه ګروپونو له لارې، د دوی بله ستراتیژي دا وه چې په افغانستان کې ملي شخصیتونه او یا هغو شخصیتونو باندې چې د دوی نفوذ تاثیر نه درلوده، د خپل دغه سافټ پاور د استخدام شوو کسانو له لارې، په بیلابیلو نومونو ټاپې ولګوي، هغوي بدنامه کړي او پرې نه ږدي چې د افغانانو په منځ کې ملي حرکتونه او انسجام تقویه شي
. د دواړو هیوادونو همدا ستراتیژي اوس هم روانه ده. که اوس هم افغانان، سیاسیون، مدني او فرهنګي ډلې او افغانان په کل کې د ایران او پاکستان په دغه ستراتیژیو سر خلاصي نه وي نو بیا باید ټول کرار کیني او پریږدي چې دوی څه کوي.
د دې خبرې یادونه اړینه بولم چې د جمهوریت مشران په دغه برخه کې مقصر بولم چې په شاوخوا یې داسې کسان راټول شوې وو چې د افغانستان د ګټو نه ورته د ایران او پاکستان ګټې او اړیکې مهمې ښکاره کیدلې. دواړو جمهور رییسانو ته یې غلطې مشورې ورکولې چې د امریکا د حمایت نه د پاکستان او ایران او هم د چین او روسیې سره روابط مهم دي.
دا خبرې تر دې حده ورسیدلې چې امریکا د پاکستان موقف ته ترجیح ورکړله او نتیجه یې د جمهوریت سقوط شو. له بده مرغه، د جمهوریت د پخوانیو مشرانو یو شمیر مشاورین لا اوس هم هماغه زاړه روایتونه تقویه کوي چې د تیرو رژیمونو او نظامونو د سقوط سبب ګرځیدلي دي.
دا پورته تاریخي وضاحت مې په دې خاطر ورکړ چې په څو خبرو او تبصرو باید قضاوت ونشي ځکه داسې تبصرې د یو باب مصرف لوښو په شان دي چې د استعمال نه وروسته یې خلک فاضله دانیو ته غورځوي.
د هیوادونو تر منځ روابط باید دلنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ستراتیژيو او د خپلو ګټو په اساس وي. د ځینو هیوادونو د سیاسیونو د خبرو سره عکس العملي برخورد سم نه دی. افغانان باید د خپلو ګټو لپاره په لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ستراتیژیو کار وکړي او د تاریخ نه باید عبرت واخلي. دا د افغانانو ضعف دی چې په احساساتي خبرو خوشالیږي او په بار بار د دوی د احساساتو نه سوء استفاده شوې ده.
که یو څوک د مار د یوې سوړې نه بار بار چیچل کیږي، دا د هغو سیاسیونو او قوم هوښیارتیا نه ده.
اسلام اباد کې پر جومات د چاودنې او بلوچستان بریدونه د منځني ختیځ په تړاو د پاکستان ډیپلوماسي ګواښي، ځکه پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي تړون لري او د خلیج له نورو هېوادونو سره هم د پوځي همکاریو په اړه خبرې کوي، چې پاکستانی پوځ به د خلیج هېوادونه له بهرنیو بریدونو ساتي.
د فبرورۍ په شپږمه نېټه د جمعې په ورځ، په اسلام اباد کې د اهل تشیع په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال یو ځانمرګي تروریستي برید وشو، چې پکې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شول او په شلګونو نور ټپیان شول.
د یوې مطبوعاتي اعلامیې له لارې داعش خراسان د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست او د ځانمرګي بریدګر نوم یې سیف الله انصاري ښود. هغه د پېښور اوسیدونکی و.
پاکستاني پولیسو او استخباراتو ډېر ژر د ځانمرګي ترهګر د کورنۍ غړي او همکاران هم کشف کړل، او په نوښار کې یې له لنډې وسله والې نښتې وروسته هغوی ونیول.
د اسلام اباد تروریستي برید په داسې حساس وخت کې وشو، چې د ازبکستان ولسمشر پاکستان ته د یوه رسمي سفر پر مهال په پلازمېنه کې موجود و.
په پاکستاني رسنیو کې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې د ځانمرګي ترهګر اصلي هدف د ازبکستان او پاکستان د مشرانو غونډه وه، خو د پاکستان رسمي دولتي سرچینو دا خبره نه ده تایید کړې.
په پاکستان کې اوس معمول ګرځېدلی، چې د هر تروریستي برید څه ناڅه تړاو د افغانستان سره ښودل کېږي. ادعا کېږي چې په ټولو تروریستي پېښو کې د افغانانو لاس دی او ګواکې افغانان او هنديان په ګډه د تخریبي عملیاتو لپاره کار کوي.
که څه هم د اسلام اباد برید ځانمرګي بریدګر د پېښور اوسېدونکی و، خو څېړونکو څرګنده کړې چې سیف الله څه وخت وړاندې افغانستان ته سفر کړی و. د دې غیر مستقیم مطلب دا دی چې ګواکې د اسلام اباد برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و.
په ترورستي فعالیتونو کې د طالبانو ککړتیا او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نړیوالو تروریستي شبکو موجودیت هیڅ شک نه لري او ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو موسسو دا په وار وار تایید کړې ده. خو کله چې خبره داعش ته راځي، د دې سازمان د پاکستان په مختلفو سیمو کې موجودیت په اړه ډېر ځله خبرونه خپاره شوي دي.
د پاکستان امنیتي موسسو په تېرو څو کلونو کې څو ځله د داعش لوړپوړي غړي په پاکستان کې نیولي او امریکا، ترکیې او نورو هېوادونو ته یې سپارلي، لکه څنګه چې د القاعدې غړي نیول شوي دي.
نو د طالبانو په څېر، پاکستان هم په دغسې فعالیتونو کې بوخت پاتې شوي دي. پاکستان کې د تروریزم د اوږدې مودې شتون او د امنیتي ادارو دوه مخیز سیاستونه هم څرګند دي.
په اسلام اباد کې دغه تازه چاودنه به د پاکستان پر سیاست، اقتصاد او نړیوال پرستیژ ته مهم اغېز ولري. د پاکستان پوځي او سیاسي مشرانو په تېرو دوه کلونو کې په تکرار ویلي، چې دوی غواړي پاکستان په ځواکمن، کلک او مضبوط مملکت بدل کړي.
همدا راز شرایط په پښتونخوا کې هم موجود دي، چې تحریک طالبان پاکستان هره ورځ په بریدونو کې عام خلک، پولیس او پوځیان وژني ځکه چې پوځ د ټي ټي پي پر ضد عملیات کوي، زرګونه کورنۍ د خیبر د تیرا او د کورمې د منځنۍ سیمې څخه کډه کولو ته اړې شوي دي.
خو د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د جمعې د ورځې چاودنې د امنیت د تامین او ترهګرو پر وړاندې د ماتو ورکولو په اړه د دولت ادعاوې غلطې ثابتوي.
دغه امنیتي چیلنج د منځني ختیځ لپاره د پاکستان د ډیپلوماسۍ لپاره هم ستونزې رامنځته کوي، ځکه پاکستان د سعودي عربستان سره دفاعي تړون لري او د خلیج د نورو هېوادونو سره هم د پوځي همکاریو په اړه خبرې کوي، چې پاکستانی پوځ به د خلیج هېوادونه د بهرنیو بریدونو نه ساتي.
خو که یو هېواد خپله پلازمینه د ترهګرو بریدونو نه ونه ساتي، نور هېوادونه به یې څنګه وساتي؟
د پاکستان او سیمې سیاست پوهان وايي، د ترهګرۍ ستونزې تر ټولو مهم لامل د پاکستان د دولت اوږدمهاله سیاستونه دي.
په پاکستان کې د تعلیمي نظام نصابونه د جنرال ضیا الحق د دیکتاتورۍ د دورې نه د افراطی موادو نه ډک شوي دي.
د کال ۱۹۸۰ او وروسته جوړېدونکو دیني مدرسو کې هم د افراطیت د تولید لپاره ذهنونه وینځل شوي دي. په پاکستان کې له غیر دولتي سازمانونو سره تړلي سلګونه زره کسان د ترهګرۍ او جګړه مارۍ روزنه اخلي.
په افغانستان کې د تېرو ۴۵ کلونو جګړو کې هم دغه عناصر جنګیدلي دي. پاکستان تر اوسه دغه پالیسۍ په قاطع ډول نه دي بدلې کړې او د نړیوالو قدرتونو له ګټو د برخمنېدو لپاره افراطی عناصر صادروي، نو ځکه د جګړې اور دوام لري.
ایران له امریکا سره د کړکېچ په ترڅ کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې تکل کړی. په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست وایي: «هېڅ خنډ نه شته» او تهران ډېر ژر پرېکړه اعلانوي.
د دواړو لوریو پراخې اپرایتفي اړیکې، سیاسي نږدېوالی او پرلهپسې لیدنې ښيي چې دا به د رسمیت یو نوی پړاو وي.
خو اصلي پوښتنه دا ده: که ایران د طالبانو حکومت په رسمیت ومني، پټ قیمت یې څوک پرې کوي؟
ځواب ډېر روښانه دی: افغانان.
ایران او امریکا په سیمه کې د پراخ کړکېچ په حالت کې دي، له عراقه تر سوریې، له یمنه تر هرمز پورې د دواړو لوري ټکرونه دوام لري. د ایران لپاره طالبان د یوه فرصت په توګه مطرح کېږي؛ یو حکومت چې پېچلي نړۍوال شرایط لري، منزوی دی او د هر ډول سیمهيیز ملاتړ تږی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي څو ځله کابل ته سفر کړی او ټینګار یې کړی چې ایران غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي، که څه هم طالبانو ته یې تر اوسه رسمي رسمیت نه دی ورکړی. خو د ایران چارواکو تل ویلي چې له طالبانو سره تعامل “مهم” دی، حتا هغه مهال چې د رسمیت خبره ردوي.
د دې سفرونو او خبرو اترو لړۍ د یوې لویې پریکړې لپاره زمینه برابروي: رسمیت پېژندنه.
که ایران طالبان په رسمیت وپېژني، دا به طالبانو ته یوه ستره سیاسي بریا وي، خو افغان ولس ته به درانه زیانونه ورسوي.
لومړی، سیمه ییز فشارونه چې د ښځو د زده کړو د بندیز، د بیان پر محدودیتونو او د خلکو پر سرغړونو پورې تړلي دي، د طالبانو د رسمیت نهپېژندلو پر بنسټ ولاړ دي. هغه هېوادونه چې رسمیت ورکوي، دا فشار کموي.
ایران به طالبانو ته دا پیغام ورسوي: “ورو - ورو نړۍوال فشار کمېږي، خپلې لایحې په ارام عملي کړئ.” دویم، ایران چې تر درې میلیونه ډېر افغان کډوال لري، مخکې هم د جبري شړلو، اعدامونو او سختو محدودیتونو تور پرې لګېدلی. که طالبان رسمي شي، تهران به خپل فشار لا زیات کړي، ځکه طالبان به د خپلو خلکو د دفاع لپاره د ایران مخې ته کمزوري او محتاج وي.
نړۍوال عکسالعمل
ایران او امریکا د سیمهيیزو او نړۍوالو شخړو په اوج کې دي. که ایران طالبان په رسمیت وپېژني، امریکا به دا چاره یو سیاسي چلنج وبولي او د طالبانو پر وړاندې به خپل دریځ لا سخت کړي.
په اوسني حالت کې هم نړۍوالې ټولنې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د ۲۰۲۵ تر نیمایي پورې یوازې روسیې په رسمیت پېژندلي وو.
ایران که طالبانو ته رسمیت ورکړي، د لویدیځ عکسالعمل به ډېر چټک وي او بشري مرستې به نورې هم محدودې کړي، پر طالبانو د نویو بندیزونو امکان به لا زیات شي، د ملګرو ملتونو نظارت به لا سخت شي، اروپا او امریکا به پر نورو هېوادونو فشار زیات کړي چې طالبانو ته مشروعیت ورنه کړي.
که په ساده ژبه یې ووایو، طالبان سیاسي امتیاز ترلاسه کوي، خو افغان ولس د لوږې، بېوزلۍ او اقتصادي سقوط بیه پرې کوي.
ایران څه غواړي؟
ایران نه غواړي چې د امریکا نفوذ بېرته افغانستان ته په غیر مستقیم ډول ستون شي. طالبان د ایران لپاره د یو “بفر زون” په توګه کار ورکولی شي، داسې ځواک چې امریکا ورسره په ښکاره ډول په نسبي ټکر کې ده او د تهران د سیمهيیزو محاسبو لپاره ګټوره ډله ده.
د ایران اقتصاد تر بندیزونو لاندې دی. که څه هم له طالبانو سره د غیرډېپلوماتیک عرف په اساس سوداګریزې اړیکې لري، خو د طالبانو په رسمیت پېژندل د ایران لپاره یوه تازه سوداګریزه رسمي دروازه پرانیزي، چې له مخې به د ایران تېل، غنم، انرژي، درمل او ټرانزیټ لپاره رسمي اسانتیا رامنځته شي.
یوه بله حساسه مساله دا ده چې ایران په منځني ختیځ کې تر سختو سیاسي فشارونو لاندې دی او افغانستان هغه ځای دی چې تهران کولی شي خپل نفوذ بېرته احیا کړي.
طالبانو ته د ایران رسمیت یو مهم سیاسي ډال دی، دویم هېواد چې رسماً یې مني. دا به طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې دوی په سیمهییزه کچه د قبولېدو په حال کې دي.
خو ستونزه دا ده، چې په نړۍواله کچه به طالبان لا زیات منزوي شي او د ایران رسمیت پېژندل ښايي د نړۍوالو د لا زیاتې فاصلې سبب شي.
هغه هېوادونه چې د بشري حقونو، د ښځو بندیزونو او د ترهګرۍ د خطر له کبله د طالبانو مخالف دي، دا ګام به د هغوی د سخت دریځه دریځ ملاتړ وکړي.
د پاکستان له جوړېدو وړاندې په ۱۹۴۷ کال کې دا سیمه د «کلات» په نوم یو خپلواک دولت و، چې واکمن یې خان احمد یار خان و.
کله چې برېتانیا له هند څخه ووتله، خان احمد یار خان د خپلواکۍ اعلان وکړ او کلات د یو کال لپاره په خپلواکه توګه اداره کېده. خو په ۱۹۴۸ کال کې دا سیمه له پاکستان سره یوځای شوه. د پاکستان د حکومت مخالفین دا الحاق جبري بولي او وایي چې د کلات خان د پوځ تر فشار لاندې د تړون لاسلیک ته اړ شو، خو د پاکستان حکومت وايي چې دا الحاق په خپله خوښه او له محمد علي جناح سره له خبرو اترو وروسته شوی دی.
شهزاده عبدالکریم، چې د کلات د خان کشر ورور و، د خپل ورور دا پرېکړه ونه منله او غرونو ته ولاړ. هغه وسلهواله مبارزه پیل کړه او دا د پاکستان پر ضد د بلوڅانو لومړنی وسلهوال پاڅون و. عبدالکریم په ۱۹۵۰ کال کې تسلیم شو.
د کلات خان میراحمد خان له محمد علي جناح سره، ۱۹۴۸ کال
په ۱۹۷۰ کال کېپاکستان د کلات سیمې او د بلوچستان پښتونمیشتي سیمې سره یوځای کړې او یو واحد ایالت یې ترې جوړ کړ.
په بلوچستان کې سیاسي او ټولنیزه نارضایتي له همغه پیل څخه موجوده وه او په راتلونکو لسیزو کې یې د مدني نافرمانۍ بڼه خپله کړه. په تېرو څو لسیزو کې دا نارضایتي په وسلهوالو پاڅونونو او د بېلتونپالو ډلو په رامنځته کېدو بدله شوې ده.
له سیاست څخه د وسلهوالې جګړې پر لور د بلوڅانو یون
بلوڅانو د شلمې پېړۍ په اوږدو کې تر ډېره سیاسي او سولهییزه لاره تعقیبوله. د بلوڅانو ډېر سیاستوال د عوامي ملي ګوند غړي وو. دا یو ملتپال او کیڼ اړخی ایتلاف و چې بلوڅان او پښتانه پکې شامل وو. میرغوثبخش بزنجو، سردار عطاالله مینګل، نواب خیربخش مري، ګلخان نصیر، عبدالواحد کُرد او عبدالحی بلوچ په دې ګوند کې فعال وو.
پخوانی سناتور او شنونکی افراسیاب خټک په دې باور دی، چې د پاکستان د دولت په جوړښت کې د پوځ نفوذ او هغه څه چې دی یې «د سیاسي نظام پنجابي کېدل» بولي، ځینې بلوڅ وسلهوال فعالیت ته هڅولي دي. د هغه په وینا، د پاکستان پوځ بلوڅ او پښتون ملتپالان د ځان لپاره ګواښ ګڼي او هڅه کوي د هغوی نفوذ محدود کړي.
له بلې خوا، د پاکستان دولت او پوځ د قومي ځپنې یا په سیاست کې د پوځ د مداخلې تورونه ردوي. رسمي چارواکي وايي چې د بلوڅانو وسلهوال فعالیتونه او د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلې د دغه هېواد لپاره امنیتي ګواښ دی او حکومت یې له قانوني او امنیتي لارو پر ضد اقدام کوي.
په ټوله کې، که څه هم د بلوڅ شنونکو او د پاکستان د رسمي سرچینو لیدلوري سره توپیر لري، خو حقیقت دا دی چې له سیاسي فعالیت څخه وسلهوال پاڅون ته د بلوڅانو حرکت د ګڼو عواملو تر اغېز لاندې دی، چې کورنی سیاست، امنیتي وضعیت او سیمهییز بدلونونه پکې شامل دي.
بلوڅان د پاکستان د حکومت پر ضد یو واحد او منسجم وسلهوال مخالف ګروپ نه دی. د هغوی د وسلهوالو ځواکونو جوړښت پېچلی او متحرک دیاو د وخت په تېرېدو سره بېلابېلې ډلې رامنځته شوې، سره یوځای شوې او ځینې وخت بېرته له منځه تللې دي.
ځینې شنونکي چې د بلوچستان وضعیت له نږدې څاري، وايي چې بلوڅ یاغیان په شپږو ډلو وېشل کېږي. دا ډلې تر ډېره ورته هدفونه لري او د خپلو وسلهوالو فعالیتونو د توجیه لپاره له ورته ادبیاتو کار اخلي: «د خپلواکۍ ترلاسه کول او پر خپلو سرچینو او خاوره واکمنېدل».
متحده ایالات او بریتانیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
نورې ډلې…
د بلوچستان د ازادۍ جبهه (BLF)
دا جبهه د اللهنظر بلوچ په نوم د یوه ډاکټر تر مشرتابه لاندې ده، چې له پاکستان څخه د بلوچستان د بېلتون لپاره مبارزه کوي. اللهنظر بلوچ د ۲۰۰۰مې لسیزې له پیله د دې ډلې مشري کوي. دا جبهه په مکران، تُربت او د جنوبي بلوچستان په نورو سیمو کې نفوذ لري.
دا ډله تر ډېره پهغلچکیو جګړو، کمینونو او هدفمندو بریدونو پېژندل کېږي او په جنوب او لوېدیځ بلوچستان کې فعالیت لري.
د بلوڅ جمهوريپال ګوند وسلهواله څانګه
دا څانګه د برهمداغ بګټي تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، چې د نواب اکبر بګټي لمسی دی او د بګټي قبیلې د ځینو غړو ملاتړ لري. دا څانګه په ۲۰۰۶ کال کې د نواب اکبر بګټي تر وژل کېدو وروسته رامنځته شوه. برهمداغ بګټي دا مهال په سویس کې اوسي، خو د سویس حکومت له وسلهوالو فعالیتونو سره د تړاو له امله د هغه د پناه غوښتنه رد کړې ده.
د بلوچستان د ازادۍ ساتونکي (BLG)
د دې ډلې مشري بختیار دنکي کوي. دا یوڅه کوچنۍ خو فعاله شبکه لري او د نورو ډلو تر څنګ په محدودو سیمو کې عملیات کوي.
متحد بلوڅ پوځ (UBA)
ددې ډلې مشري مهران مري کوي. موخه یې د بلوڅ وسلهوالو بېلابېلو عناصرو یو ځای کول دي او تر ډېره په ځینو غرنیو سیمو کې فعالیت لري.
په وروستیو کلونو کې د کوچنیو او غیرمتمرکزو بلوڅ بېلتونپالو ډلو شمېر زیات شوی دی. دا ډلې د مرکزي قوماندانۍ پر ځای د محلي واحدونو له لارې فعالیت کوي.د پاکستان دولت باور لري چې دا ډلې نه یوازې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، بلکې اقتصادي پروژې، د اورګاډي پټلۍ او مهمې زېربناوې هم په نښه کوي.
د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې دا ډلې مشروع سیاسي غورځنګونه نه دي، بلکې په بلوچستان کې د ناامنۍ او مرګژوبلې عاملین دي.
بلوڅ بېلتونپال وايي چې هغوی په افغانستان کې د طالبانو له بري او د هغوی له تاکتیکونو الهام اخیستی دی. د چټکو چریکي بریدونو او خرپ او ترپ جګړې پر ځای، اوس منظم، ګډ او پېچلي عملیات کوي.
له تېرو څو کلونو راهیسې بلوڅ ډلو ځانمرګو بریدونو ته هم مخه کړې ده. ان ښځې هم د دغو بریدونو لپاره روزل شوې او څو عملیات یې کړي دي.
د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله، په تېرو څلورو کلونو کېنښتې او بریدونه ډېر شوي دي.په ۲۰۲۵ کال کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بلوچستان د مچ سیمې پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي برید وکړ.په دغه برید کې سلګونه مسافر، چې له سلو زیات یې پاکستاني پوځیان وو، یرغمل ونیول شول.دې پېښې نه یوازې د سیمې خلک، بلکې د نړۍ عامه افکار هم ځان ته واړول.
برید له ۲۴ ساعتونو زیات دوام وکړ. بلوڅ جنګیالیو په لومړۍ ورځ هغه نارینه خوشې کړل چې له ښځو او ماشومانو سره ملګري وو. تر دې وروسته، د پاکستان پوځ د چورلکو، بېپیلوټه الوتکو او ځمکنیو ځواکونو په کارولو سره د بلوڅ وسلهوالو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.
سیمه غرنۍ او لرې پرته ده او حکومت خبریالانو ته د پېښې ځای ته د تلو اجازه ورنه کړه. دواړو لوریو د مقابل لوري د ګڼو تلفاتو ادعاوې وکړې، خو خپلواکو سرچینو دا ادعاوې نه دي تایید کړې.
په افغانستان کې د بلوڅانو استوګنه؛ کډوال که د پاکستان پر ضد امنیتي ګواښ؟
د افغانستان او بلوچستان د ګاونډیتوب له امله، دا دواړې سیمې تل له یو بل سره په اړیکو او همکاریو کې پاتې شوې دي.
له اسلاماباد سره د اشرف غني د تړون پر وړاندې د بلوڅانو نارضایتي
د بلوڅ بېلتونپالو غورځنګونو ځینې غړي باور لري چې د محمد اشرف غني د حکومت پر مهال د کابل او اسلاماباد ترمنځ امنیتي تړون د دوی په زیان تمام شوی او په افغانستان کې یې مهم مشران په نښه شوي دي. دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
دوی وايي چې د جمهوریت د واکمنۍ پر مهال، شاوخوا ۱۵ بلوڅان په کندهار او نورو سیمو کې د بریدونو ښکار شول. په هغوی کې اسلم مري، ګلبهار او د هغه زامن، او عبدالنبي بنګلزی شامل دي چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو کې ووژل شول. بلوڅ سرچینې وايي، دا بریدونه د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا شوي، خو هېڅ وسلهوالې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی.
د پاکستان د حکومت مخالفان وايي چې یو شمېر بلوڅ فعالان د افغانستان د حکومت له خوا هم نیول شوي وو، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته خوشې شول.
د طالبانو له بیا راتګ وروسته، د بلوڅ فعالانو هدفمندو وژنو دوام وکړ چې په کابل ښار کې د عبدالرزاق بلوچ او مشتاق کوهي ترورونه پکې شامل دي. د دې وژنو د عاملانو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
د هند او افغان طالبانو د ملاتړ تورونه
پاکستان څو ځله طالبان تورن کړي چې د بلوڅ بېلتونپالو او د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو ته یې، چې ددوی په وینا، له افغانستان نه پر پاکستان بریدونه کوي، خوندي پټنځایونه ورکړي دي. پاکستان باور لري چې طالبانو د دغو ډلو د مهارولو لپاره «اغیزناک او تصدیق وړ اقدامات» نه دي کړي او دا چاره د پاکستان امنیت ګواښي.خو بلوڅ غورځنګونه وايي چې طالبان ورسره همکاري نه کوي.
د مسافر وړونکي اورګاډي د نږدې ۴۰۰ کسانو له یرغمل کېدو او د پاکستاني امنیتي ځواکونو د یو شمېر غړو تر وژل کېدو وروسته، د پاکستان د پوځ ویاند په رسمي ډول افغان طالبان د بلوڅ وسلهوالو په ملاتړ تورن کړل او ویې ویل چې هغوی ته خوندي پټنځایونه ورکول کېږي. طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې هېڅ بلوڅ وسلهوال نشته او له طالبانو سره اړیکه نه لري.
پاکستان همداراز هند د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ملاتړ په تور تورنوي، خو هند دا ادعا رد کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې د جبري ورکاوي لسګونه پېښې ثبت کړې، چې تر ننه دوام لري. یاد سازمان هغه مهال لیکلي وو چې د پاکستان امنیتي ځواکونه، په ځانګړي ډول ایاېسای، هغه قومي بلوڅان په نښه کوي چې له بلوڅ ملتپال غورځنګ سره د تړاو شک پرې کېږي.
هدفمندې وژنې او وسلهوال تاوتریخوالی، شکنجه او په توقیفځایونو کې ناوړه چلند، د بیان ازادۍ او سیاسي فعالیت محدودول، د اقتصادي او ټولنیزو حقونو سرغړونه، قبیلوي ځورونه، نژادي تبعیض او خپلسرې نیونې په بلوچستان کې د بشري حقونو نورې ستونزې دي.
ښځې او د مدني غورځنګونو مشري
په پاکستان کې د بلوڅانو مدني غورځنګونه تر ډېره د سیاسي، کلتوري او ټولنیزو حقونو او د جبري ورکاوي او دولتي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د عدالت پر محور راڅرخي. دا غورځنګونه ډېری غیر وسلهوال او مدني دي او موخې یې سیاسي اصلاحات، د سرچینو د مدیریت شفافیت او د سیاسي ځپنې پای ته رسول دي.
د بلوڅ پیوستون کمېټه، د بشري حقونو او مدني غورځنګونه او د محصلینو او ځوانانو حرکتونه په بلوچستان کې له مهمو مدني خوځښتونو دي.
افراسیاب خټکوايي چې د پاکستان د دولت د نابرابر چلند له امله، د لادرکه کړای شویو ځوانانو میندې، خويندې او ښځې میدان ته راوتلې دي. زرګونه ښځې د «بلوڅ پیوستون کمېټې» تر چتر لاندې، چې مشري یې ماهرنګ بلوچ کوي، په زړورتیا په لاریونونو کې ګډون کوي او سلګونه زره بلوڅان له دې خوځښت سره مل دي.
دا د بلوڅانو په تاریخ کې تر ټولو لوی ولسي پاڅون دی. لکه کردان، بلوڅ ښځې هم په پراخه کچه په ملي او ولسي مبارزو کې ګډون لري.
د بلوچستان مدني غورځنګ پېژندل شوې څېرې هم لري. ماهرنګ بلوچ د بشري حقونو فعاله او په پاکستان کې د بلوڅو د مدني غورځنګونو مخکښه غړې ده، چې په ځانګړي ډول د جبري ورکاوي او دولتي تاوتریخوالي د قربانیانو د کورنیو د حقونو د دفاع له امله مشهوره ده.
د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان راپورونه ماهرنګ بلوچ د بلوڅانو د سولهییزو اعتراضونو له مشرانو ګڼي، چې له هغې ډلې د اوږده بلوڅ لاریون تنظیمول هم پکې شامل دي. ددغه لاریون موخه په بلوچستان کې د خپلسرو وژنو او جبري ورکاویو پر وړاندې د نړیوالو پام رااړول وو.
روسیې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. په مسکو کې د تمې فضا غالبه وه او داسې انګېرل کېده، چې د افغانستان له لوري به منځنۍ اسیا ته امنیتي ګواښونه کم شي، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تازه څرګندونې ښيي، چې دا محاسبه تر ډېره ناسمه ثابته شوې ده.
لاوروف خبرداری ورکوي، چې په افغانستان او پاکستان کې د توندلارو ډلو فعالیتونه زیات شوي او ترهګري لا هم د سیمې امنیت ته یوه جدي او پراخېدونکې ننګونه ده. هغه وایي، ترهګري لا هم د سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی او دا مهال د افغانستان دننه او شاوخوا سیمو کې ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي، چې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.
لاوروف د بریکس له ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د منځني ختیځ په ګډون د اسیا په ځینو برخو کې هم دا ګواښ موجود دی، له همدې امله د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د بریکس لپاره مهم لومړیتوب دی.
هغه زیاته کړې: « ترهګریزې پېښې په افغانستان او شاوخوا سیمو او دغه راز د هند او پاکستان، هند او افغانستان او پاکستان او افغانستان ترمنځ سیمو کې تر سترګو کېږي».
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د بریکس هېوادونه په ځانګړي ډول هند چې د بریکس مشري پر غاړه لري، ترهګرۍ ضد مبارزې ته جدي پاملرنه کوي او دا موضوع د دې سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. هغه وویل، مسکو او نوې ډیلي په ګډه هڅه کوي چې د دې ستونزو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ترهګرۍ ضد نړۍوال کنوانسیون تصویب ته لاره هواره کړي.
داعش خراسان د یو نړۍوال خطر په توګه
له ټولو ډلو څخه چې د افغانستان له وضعیت سره تړاو لري، داعش خراسان تر ټولو خطرناکه ګڼل کېږي. دا ډله نه یوازې په افغانستان کې حضور لري، بلکې د یوې نړۍوالې شبکې په توګه یې فعالیتونه له پاکستان څخه تر ایران، له منځنۍ اسیا تر اروپا او ان تر مسکو پورې غځېدلي دي.
داعش خراسان یوازې په وسلهوال فعالیت متمرکز نه دی. دا ډله یوه پرمختللې تبلیغاتي شبکه لري چې د روسي، تاجکي او ازبکي ژبو ځانګړې څانګې پرمخ وړي. هدف یې د منځنۍ اسیا وګړي دي، هغه کسان چې وروسته په روسیه کې د کار او ژوند لپاره مېشت دي او هدف ګرځول یې اسانه دي.
د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په دیارلسو ضلعو کې د بلوچ ازادي غوښتونکي اردو (بی ایل اې) سلګونه جنګیالیو د پاکستان په مختلفو دولتي مراکزو پلان شوي او همغږي شوي بې ساري بریدونه وکړل.
په دغو مراکزو کې د پاکستان د پوځ او پولیسو پایګاوې، سرکاري دفترونه، بانکونه او نورې دولتي ودانۍ شاملې وې. بی ایل اې په دغو بریدونو کې د دولت سره تړاو لرونکو د دوو سوو کسانو د وژلو ادعا کړې ده، او په مختلفو سیمو کې یې د خپلو کیدونکو بریدونو عکسونه او ویډیوګانې هم په خواله رسنیو خپرې کړې دي.
بلې خوا ته د بلوچستان ایالتي حکومت لومړی وزیر سرفراز بګټي هم په دې جګړو کې د ۱۷۰ بلوچ جنګیالیو (چې دوی یې ترهګر او د هند اجنټان بولي) د له منځه وړلو اعلان کړی دی او هغوی ته یې د ماتې ورکولو ادعا کړې ده.
که څه هم د پاکستان د دولتي کنټرول لاندې رسمي میډیا تر څلورویشت ساعتونو نه زیات وخت پورې ادامه لرونکو جګړو کې یوازې حکومتي اعلانونو او دعوو ته پوښښ ورکړی دی، خو په خواله رسنیو کې د بی ایل اې اعلامیه خپره شوې ده او په نړیواله میډیا کې هم د بی ایل اې بریدونو انعکاس موندلی دی او پراخې تبصرې ورباندې شوې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې بی ایل اې او نورو بلوچ وسله والو سازمانونو په بلوچستان کې پراخ پوځی بریدونه کړي دي. په تیرو څلورو پنځو کلونو کې بی ایل اې د جعفر ایکسپریس نومې ریل ګاډي د اختطافولو او د مچ، نوشکي، ګوادر او ځینو نورو ښارونو باندې د لویې کچې د بریدونو په کولو د بلوچستان د خلکو او د نړیوالو پام ځان ته راګرځولی دی. خو په تیر یو کال کې د پاکستان پوځ د بي ایل اې او د بلوڅو نورو وسله والو سازمانونو په ضد د بلوچستان په هر ګوټ کې عملیات وکړل، سلګونه بلوڅان یې ووژل او زرګونه نور یې تړي تم کړل. پس له هغې، پاکستاني جنرالانو ادعا وکړه چې ګویا دوی په عامه توګه د ټولو بلوچ جنګیالیو سازمانونو، او په خاصه توګه د بی ایل اې، ملا ماته کړې ده او د هغوی د لویه کچه د بریدونو کولو توان او استعداد یې له منځه وړی دی. خو د بي ایل اې تازه بریدونو وښودله چې د پاکستاني جنرالانو دغه ادعاګانې سمې نه وې.
د بلوڅو د ملي حقونو داعیه اوږد شالید لري. په کال ۱۹۴۷ کې، چې کله بریتانوي امپراتوري د هند څخه ووته، هند تجزیه شو او د هند او پاکستان په نوم دوه نوي مملکتونه منځ ته راغلل، نو د میر احمد یار خان په مشرۍ د بلوچو دولت کلات د کال ۱۹۴۷ د اګست د میاشتې په پنځلسمه نیټه استقلال اعلان کړ. دلیل یې دا و چې په نولسمه پیړۍ کې چې کله انګلیسانو هند ونیوه، نو هغه وخت کلات د هند برخه نه وه؛ هغه یو مستقل هیواد و چې وروسته بیا د انګلیسانو له خوا ونیول شو. نو ځکه د کلات خان د بریتانیا نه غوښتنه وکړه چې اوس چې بریتانیا له هند نه وځي، نو هغه دې کلات هم هغسې یو مستقل دولت ومني چې څنګه هغه د بریتانیا د اشغال نه وړاندې و. انګلیسانو دا خبره ومنله، تر دې چې وړومبې پاکستان هم د کلات استقلال منلو ته حاضر شو، او نزدې یو کال بلوچستان یو مستقل دولت پاتې شو. جالبه خبره دا وه چې کله په کال ۱۹۴۷ کې د کلات خان میر احمد یار خان په لندن کې د بریتانیا په ستره محکمه (پریوی کونسل) کې د کلات د استقلال مساله رااوچته کړه، نو د پاکستان موسس محمد علي جناح د حقوق دان او وکیل مدافع په توګه د انګلیس په محکمه کې د کلات د خان وکیل و او د کلات داعیه یې په حقه ثابتوله.
بلوچستان تر یو کال د هند او پاکستان په خوا کې یو مستقل دولت پاتې شو، خو د کال ۱۹۴۸ د مارچ په میاشت کې پاکستان بیوروکراسۍ کلات ته پوځ ورولیږلو، د کلات خان میر احمد یار خان یې توقیف کړ او هغه یې په زور مجبور کړ چې د کلات دولت په پاکستان کې ګډ کړي. په هغو مشکلو شرایطو کې هم د کلات خان د ګډون د پاره شرایط وړاندې کړل، چې هغه وخت یې د پاکستان دولت د منلو ژمنه وکړه، خو پنځه کاله وروسته یې دغه ژمنه هیره کړه. په کال ۱۹۴۸ کې د کلات د خان کشر ورور شهزاده عبدالکریم د خپل مشر ورور د توقیف نه پس په وسله وال قیام ګوتې پورې کړې. هغه غره ته وختو؛ دا د پاکستان د واکمنانو په ضد د بلوچانو وړومبې پاڅون و. د پاکستان حکومت شهزاده عبدالکریم په خوږو خبرو او د مذاکراتو په بهانه د غره نه راکوز کړو، محبس ته یې بوتلو او اوه کاله یې بندی وساتلو. د دې نه وروسته څلور نور پاڅونونه شوي دي، نن سبا پنځم پاڅون روان دی.
په بلوچستان کې له کال ۲۰۱۳ نه تر کال ۲۰۱۵ نیمایي پورې، د ډاکټر مالک بلوچ په مشرۍ جوړ ایالتي حکومت نه پرته، په تیرو شلو پنځویشتو کلونو کې د بلوچستان ټول ایالتي حکومتونه د پاکستان د پوځي استخباراتو لاسپوڅي حکومتونه پاتې شوي دي. د دوی په واکمنۍ کې د بلوڅو اولس او دولتي نظام ترمنځ کافي واټن ایجاد شوی دی. پوځ او دغو لاسپوڅو حکومتونو د ملي حقوقو د پاره د سوله ییزو مبارزو مخه نیولې ده، او په زرګونو بلوچ ځوانان یې تړي تم کړي، د استخباراتو په زندانونو کې یې شکنجه کړي او وژلي دي.
د خپلو تري تم شویو زامنو، پلرونو، وروڼو او میړونو د لټون او نجات لپاره بلوچانې ښځې میدان ته راوتلې او په سیاسي مبارزه یې ګوتې پورې کړې دي. د بلوچو د پیوستون د کمیټې (BYC) مشري د ماهرنګ بلوچ او نورو ښځو په لاس کې ده. په دې وخت کې بي وای سي د بلوچو تر ټولو ستر او محبوبیت لرونکی سازمان دی. د دغه سازمان مشران، ښځې او نارینه، د تیر یوه کال نه په زندان کې بندیان دي.