د کاناډا پولیس: په ټورنټو کې د ایرانیانو په لاریون کې ۳۵۰ زره کسانو ګډون درلود

د کاناډا پولیسو لومړنۍ ارزونې دا ښيي، چې په ټورنټو کې د ایرانیانو په لاریون کې ۳۵۰ زره کسانو ګډون درلود. دغه لاریون د «اقدام نړۍوالې ورځې» لپاره د شهزاده پهلوي له بلنې وروسته ترسره شوی دی. ټورنټو یو له هغو درېیو ښارونو وو، چې په‌کې رضا پهلوي د لاریون غوښتنه کړې وه.