ان یو شمېر غیر پښتنو منتقدانو هم دغه کار تبعیض او فرهنګي حذف وګاڼه. ځايي ورځپاڼې (جد وجهد) دا پېښه د بابري جومات او په بامیان کې د بودا مجسمو له ړنګولو سره ورته وګڼله. شېرشاه سوري څوک و؟ او ولې یې پينځه پېړۍ روسته هم درناوی کیږي؟
اړتیا ده، چې په معاصرې دورې کې د شېرشاه سوري تاریخي مقام، سیاسي فکر، اداري اصلاحات او د هغه د میراث معاصر ارزښت وڅېړل شي او دا روښانه شي چې ولې پنځه پېړۍ وروسته هم نوموړی د درناوي او منازعې موضوع ده.
۱. تاریخي شالید
شېرشاه سوري چې اصلي نوم یې فرید خان و په ۱۴۸۶م کال کې د هند د سهسرام (بیهار) په سیمه کې وزېږېد. د هغه کورنۍ ریښې د افغانستان د سلیمان غرونو له سیمو سره تړلې بلل کېږي. نوموړي په ځوانۍ کې د زړورتیا له امله د “شېرخان” لقب ترلاسه کړ او وروسته یې د مغولي واکمنۍ پر وړاندې د سیاسي او پوځي مبارزې له لارې د سوري دولت بنسټ کېښود.
د شېرشاه نیکه ابراهیم خان د افغانستان له ژغرې څخه چې د سلیمان د غرونو په لمن کې پرته ده، د اسونو د سوداګرۍ لپاره هیند ته ولاړ او هلته پاتې شو. فریدخان په ځوانۍ کې له ځايي واکمن سلطان محمد سره ملګری او د ښکار په یوه سفر کې یې سلطان محمد خان له یوه زمري وژغوره، تر دې پېښې روسته په شېرخان مشهور شو.
شېرخان د افغاني واکمنۍ جوړولو فکر درلود، ځکه خو یې له ټولې پښتونخوا څخه خپل عزیزان وروغوښتل، منصبونه و زمکې یې ورکړې او د افغانانو یو ځواکمن لښکر یې جوړ کړ په پیل کې د بېهار واکمن شو او ژر یې د ټول هیندوستان پر تخت تکیه ولګوله.
شېرشاه سوري د تورې، تدبیر، پوهې، نیاو او ځوانمردۍ په صفاتو مشهور دی، په هیندوستان کې یې د سلطان عادل په نامه پېژني او تاریخي روایتونه کاږي، چې دا لقب خلکو ورکړی و. هغه له بنګال څخه تر پېښور او بیا کابل پورې د جرنیلی سړک جوړولو، د اوبخور سیستمونو رغولو د پوستي سیستم راپیلولو او د ښاري خدماتو د پراختیا په بنسټي کارونو هم مشهور دی.
د طالبانو د چارو ادارې ریاست وايي، د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې یې د ملا هبتالله د۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو مهم پیغامونه په بېلبورډونو کې نصب کړل. دغه ریاست یاد فرمانونه د ټولنې د «سمون او پرمختګ» لامل ګڼي او وايي، تر دې وروسته به دا لړۍ لغمان او نورستان ولایتونو ته هم وغځېږي.
د طالبانو د چارو ادارې لوی ریاست د شنبې په ورځ (د کب ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له دغې چارې یې موخه دا ده، چې ولس په اسانه توګه خبر او پر «ارزښتونو» یې پوه شي.
دغه ریاست دغه چاره د ټولنې د «اصلاح»، د ناسمو دودونو د مخنیوي او د ښاري نظم د پیاوړتیا لپاره مهم بولي او له خلکو غواړي چې په خپل ورځني ژوند کې یې رعایت کړي.
د ملا هبتالله اخوندزاده ۱۷مه ګڼه فرمان د خېښیو، ودونو، مصیبتونو او حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناوړه دودونو او غېر ضروري لګښتونو د مخنیوي او ۲۰مه ګڼه فرمان د ښاري طرحو، نقشو، ښاري پلانونو او ودانیزو چارو د تنظیم په په تړاو صادر شوي دي.
ډېری افغانان په نیوکو سره وايي، د طالبانو دغه ډول فرمانونه یوازې پر عامو خلکو تطبیق کېږي او پر طالبانو او اړوندو کسانو یې نهعملي کېږي.
په دغو بنرونو کې د طالبانو د مشر ملا هبتالله د یوه فرمان «واده او په اړوندو چارو کې د رعایت وړ ټکي» لیکل شوي، «په زور، ګواښ او ډزو سره نکاح نهکېږي، بلکې دا جرم دی او مجرم محاکمو ته معرفي کېږي».
په دغو یوه لګول شوي بېلبورډ کې لیکل شوي: «د واده زلمی به د واده مراسم امارتي موټر کې نهترسره کوي». حال دا چې په ډېریو ودونو کې له دولتي موټرو استفاده کېږي او ځينې داسې ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې طالبان په دولتي موټرونو کې د خپلو کورنیو لپاره خوراکي مواد هم لېږدوي.
د طالبانو د چارو ادارې ریاست یاد فرمانونه د «ټولنې د سمون او پرمختګ» لامل ګڼي.
د پاکستان د ولسمشر ویاند، مرتضی سولنګي ویلي، چې یو وخت د کابل ښار د کلتور او موسیقۍ مهم مرکز و او دغه ښار هنرمندانو ته یو ځانګړی ارزښت درلود.
سولنګي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د پاکستان د مشهور غزلویونکي مهدی حسن د یوه پخواني کنسرت یوه برخه یې خپره کړه. هغه پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې کابل پخوا د هنر او کلتور یو مهم مرکز و، خو د مجاهدینو او طالبانو له واکمنېدو وروسته دا وضعیت بدل شو.
مهدی حسن، چې د «غزل پاچا» په نوم هم پېژندل کېږي، د پاکستان له نامتو سندرغاړو څخه و او د خپل هېواد ترڅنګ یې په هند او افغانستان کې هم ډېر شهرت درلود. نوموړي په ۱۹۶۰م کال کې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال، په کابل کې کنسرت ترسره کړی و.
د هغه مهال کابل د سیمې د مشهورو هنرمندانو د راټولېدو مهم مرکز بلل کېده، او ګڼو هندي او پاکستاني هنرمندانو پکې هنري پروګرامونه وړاندې کول. مهدی حسن په فارسي ژبه هم سندرې ویلې دي، چې له دې ډلې یې «دیشب که تو از مهر به بام آمده بودی» سندره په کابل کې اجرا شوې وه.
د پاکستان د ولسمشر ویاند زیاته کړې، چې دا کنسرتونه د هغه وخت اړوند دي، چې د هغه په وینا، افغانستان لا د جګړو او سیاسي بدلونونو له اغېزو لرې و.
بل لور ته، طالبان موسیقي حرامه ګڼي او په رسنیو او عامه ځایونو کې یې د موسیقۍ خپرول منع کړي دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ زرګونه الات له منځه وړل شوي او د موسیقۍ فعالیتونه سخت محدود شوي دي.