ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر: د تمې خلاف د ایرانیانو ازادي خورا نږدې شوې ده

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۱مه) وویل، باور لري چې د ایران د خلکو لپاره به ازادي «د تمې خلاف ډېر ژر» راورسېږي. هغه ټینګار وکړ، چې اسراییل به د خپلو موخو تر ترلاسه کېدو پورې ارام نهشي او د خپل امنیت او پولو د ساتنې لپاره به هر اړین اقدام ترسره کړي.
