متحده عربي امارات: د ایران ۱۶۱ توغندي او ۶۴۵ بېپيلوټه الوتکې نسکورې شوې

د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۱مه) اعلان وکړ، چې ایران تر اوسه د دغه هېواد پر لور ټولټال ۱۷۴ بالستیک توغندي توغولي دي. د دوی په خبره، له دغو توغندیو څخه ۱۶۱ توغندي لهمنځه وړل شوي او ۱۳ نور په سمندر کې لوېدلي دي.
ياد وزارت زياته کړه: «همدارنګه ۶۸۹ بېپيلوټه الوتکې هم پېژندل شوي چې له هغو څخه ۶۴۵ بېپيلوټه الوتکې غورځول شوې او ۴۴ نورې بیا پر بېلابېلو ځایونو لګېدلي دي».
