طالبان وايي له سپینبولدک ها خوا یې د پاکستان یوه پوسته نیولې

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي وايي، نن شپه ۱۲ بجې (دوشنبه د کب ۱۱مه) له سپین بولدک ها خوا یې د یوې نښتې په ترڅ کې د پاکستاني «رژیم» یوه پوسته نیولې ده. د نوموړي په وینا، په دې نښته کې ۳ پاکستاني عسکر وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.
