په تهران کې د ایراني پارلمان ودانۍ باندې بریدونه شوي

سپاه پاسداران پورې تړلي فارس خبري اژانس خبر ورکړی، چې په تهران کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. دغه اژانس لیکلي، لومړني راپورونه ښيي چې د پارلمان ودانۍ په نښه شوې ده. په ایران کې رسنیو همدارنګه راپور ورکړی، چې د تهران د شمال لوېدیځ په لویزان سیمه کې هم برید شوی دی.
له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د تهران په ختیځه برخه کې د جنګي الوتکو غږونه اورېدل شوي او یوه زوروره چاودنه شوې ده.
