د اسراییل پوځ د ایران د دولتي راډیو ټلوېزیون پر ودانۍ یو ځل بیا بریدونه وکړل

د اسراییل پوځ پر اېکسپاڼې د خپلې فارسي پاڼې له لارې د یوې ویډیو په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د ایران دولتي راډیو ټلوېزیون یې په نښه کړی. په دغه پیغام کې چې د اسراییل پوځ د فارسي ژبې ویاند لوستی، د ایران دولتي راډیو ټلوېزیون یې «د سپاه پاسداران د درواغو او ځپنې ماشین» بللی دی.
په بيان کې ويل شوي، چې دې بنسټ په تېرو کلونو کې لاريونوال او د حکومت مخالفان «د ګډوډۍ جوړوونکي» بلل او ځپونکي ځواکونه يې «د ایران اتلان» معرفي کول.
