مارکو روبیو: ایران د امریکا لپاره رښتینی او جدي ګواښ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر دې موضوع د ټینګار په ترڅ کې چې ایران د متحده ایالاتو لپاره یو «رښتینی او جدي ګواښ» دی، هیله څرګنده کړه چې د ایران خلک وکولی شي اوسنی رژیم نسکور کړي.
روبیو ټینګار وکړ: «ایران نهشي کولی د خپل توغندیز او بالستیک پروګرام تر شا پټ شي».
هغه وویل: «تر ټولو سخت ګوزارونه لا په ایران نه دي شوي او بریدونه به دوام ولري».
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، متحده ایالات د سېشنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) د تېلو د بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره ځینې اقدامات پلي کوي، دا بیې د اسلامي جمهوریت، امریکا او اسراییل د متقابلو بریدونو له امله لوړې شوې دي.
