د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له یادونې پرته پر ایران یوازې د اسراییل د بریدونو یادونه کړې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کویټ له ولیعهد شېخ صباح الخالد الصباح سره په ټلیفوني اړیکه کې پر ایران د امریکا د بریدونو له یادونې پرته ویلي، پر ایران د اسراییل د بریدونو له امله په منځني ختیځ کې وضعیت کړکېچن شوی دی.
شهباز شریف په خپله اېکسپاڼه پر کویټ د ایران د ځوابیه بریدونو له امله د اوښتې مرګژوبلې په تړاو خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده: «موږ د زغم، تاوتریخوالي د کمولو او بېرته ډیپلوماسۍ ته د ستنېدو پر بېړنۍ اړتیا موافقه وکړه، ځکه چې کړکېچ د اسراییل له خوا پر ایران د برید او د ایران له لوري د کویټ په ګډون پر بېلابېلو وروڼو خلیجي هېوادونو د غچ اخیستونکو بریدونو له امله لا پسې زیات شوی دی».
دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران امریکا او اسراییل په ګډه بریدونه پیل کړي او لا هم روان دي.
