د کابل په ګډون د یو شمیر ولایتونو اوسېدونکي وايي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو او د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې جګړې وروسته د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت کم شوی په بازار کې د ی شمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
په یو شمیر ولایتونو کې د بیو د کنټرول او احتکار د مخنیوي کمېسونونو له لوري د غوړیو او اوړو د بیو د لوړوالي له امله یو شمیر دوکانونه تړل شوي هم دي.
د کابل ښار یو اوسېدونکي وویل، چې اوړه او غوړي له ایران څخه نه راځي خو ځینو سوداګرو په غیرقانوني توګه بیې لوړې کړې دي او دوی له ځايي مسوولینو غواړي، چې په بازارونو کې د توکو بیې کنټرول کړي.
د طالبانو د غزني ښاروالي ویاند د یو شمېر توکو د بیو د لوړېدو علت د ایران روانه جګړه یادوي چې له امله یې د توکو واردات او بیې اغیزمن شوي دي.
دوی د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ثبات ته هم اندېښمن دي او وايي، چې که په دې اړه اقدامات ونه شي نو په راتلونکو ورځو کې به افغانۍ نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړي.