طالبان: په پکتیکا کې د روژه ماتي پر مهال د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې ۵ کسان ټپیان شوي

د طالبانو د ویاند مرستیال وايي، د نن ورځې په اوږدو کې پاکستان د پکتیکا پر څلورو شکین، وازهخواه، برمل او تروو ولسوالیو توغندیز بریدونه کړي دي. د نوموړي په وینا، پاکستان په شکین ولسوالۍ کې د روژه ماتي پر مهال یو کور په نښه کړی او له امله یې د یادې کورنۍ ۵ غړي ټپیان شوي دي.
