مجید ابنالرضا د ایران د سرپرست دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی

د ایران د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی، چې ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه حکم کې مجید ابنالرضا د دفاع وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی. د راپور له مخې، ابنالرضا د سپاه پاسداران ډلې له غړو څخه دی او تر بل اعلان پورې به د دفاع وزارت چارې پر مخ وړي.
