ځايي سرچینې: د پاکستان جنګي جېټ الوتکو په ننګرهار کې د طالبانو پر سرحدي لوا بمباري کړې ده

ننګرهار کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، پاکستانۍ جېټ الوتکو یو ځل بیا د دې ولایت د مرکز جلالاباد ښار ۷مې ویالې ته نږدې سیمه کې نن شپه ۱۱بجې هوایي بریدونه کړې دي. سرچینې وایي، دغه بمبارۍ د طالبانو په سرحدي لوا شوي او په غبرګون یې طالبانو هم هوایي ډزې کړې دي.
لا تر اوسه پورې په دغو بمباریو کې د مرګژوبلې په تړاو کوم راپور نه دی ورکړل شوی او نه هم طالبانو په رسمي توګه څه ویلي دي.
