د اسراییل پوځ خبرداری: د اوین اوسېدونکي دې د صدا او سیما نشراتي شبکې له سیمې ځانونه وباسي

په فارسي ژبه د اسراییل د پوځ د خواله رسنیو رسمي پاڼو ټولو هغو کسانو ته چې د تهران په اوین سیمه کې د ایران د دولتي رسنۍ صدا او سیما ته نږدې مېشت دي خبرداری ورکړی، چې ځانونه له دغه ځایه وباسي.
د اسراییل یوه چارواکي ویلي، چې د ایران د رسنیو دولتي اداره د دوی د راتلونکو بریدونو له هدفونو څخه یوه ده.
