د سپاه پاسداران قدس ځواک: خپله مبارزه د دوښمن تر ماتې پورې روانه ساتو

د سپاه پاسداران قدس ځواک د دوشنبې په ورځ د (کب ۱۱مه) په يوې اعلامیه کې وويل، دوی له امریکا او اسراییل سره خپله جګړهییزه مبارزه تر هغې پورې روانه ساتي، څو «دوښمن له ماتې» سره مخ شي. د قدس ځواک ګواښ وکړ، چې «دوښمنان به د نړۍ په هېڅ ځای او ان په خپلو کورونو کې هم خوندي نه وي».
