ځايي اوسېدونکي: پاکستاني پوځیان همدا اوس پر سرکاڼو ولسوالۍ د هاوان مرمۍ توغوي

د کونړ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې همدا اوس د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پاکستاني پوځیان له ډیورنډ کرښې اخوا پر سرکاڼو ولسوالۍ د هاوان مرمۍ توغوي. سرچینې زیاتوي، چې دغه بریدونه د سرکاڼو په 'پشد' سیمه کې روان دي.
تر اوسه پورې ځایي طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي او نه هم د مرګژوبلې کوم راپور ورکړل شوی دی.
