د ایران له لوري پر ریاض سخت هوايي بریدونه لاهم روان دي

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، وروسته له هغې چې دوه بېپیلوټه الوتکې په ریاض کې د امریکا پر سفارت ولګېدې؛ د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د راپور له مخې؛ په ښار کې پرلهپسې زورورې چاودنې شوې دي. د ریاض یوه اوسېدونکي یاد اژانس ته ویلي: «د چاودنو غږونه مې واورېدل او زموږ کور ولړزېده». لاتراوسه د دغه بریدونو د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو په اړه رسمي معلومات نهدي خپاره شوي.
