د سعودي دفاع وزارت: په ریاض کې د امریکا سفارت په دوو بېپيلوټه الوتکو ویشتل شوی دی

د سعودي عربستان دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ریاض کې د امریکا پر سفارت د برید له پخلي سربېره ویلي: «د لومړنیو اټکلونو لهمخې، په ریاض کې د امریکا پر سفارت د دوو بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په واسطه برید شوی او له امله یې په ودانۍ کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده».
