والسټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران د وسلهوالو مخالفینو ملاتړ ته چمتووالی ښودلی

والسټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی څو په ایران کې د هغو ډلو ملاتړ وکړي چې د اسلامي جمهوریت د پرځولو لپاره د وسلې اخیستو لېوالتیا لري.
