سرچینې: د لغمان او میدانوردګ فضا کې پاکستانۍ الوتکې ګرځي

په میدانوردګ کې امنیتي سرچینو ویلي، نن سهار وختي (سېشنبه د کب ۱۲مه) د میدانښار په فضا کې پاکستانۍ الوتکې لیدل شوي او همداراز ځايي طالبانو د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي: «د میدانوردګ مرکز کې د پاکستانۍ الوتکو پر وړاندې د دافع هوا ډزې کېږي عام ولس دې تشویش نهکوي».
له دې سره سم، د لغمان په مرکز کې هم ورته وضعیت دی، خو طالبانو لا تر اوسه په تړاو یې څه نهدي ویلي.
