طالبان: په کندهار کې ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د نیول شویو پوستو شمېر ۱۰ ته ورسېد

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند وايي، د کندهار اړوند ډيورند کرښې په اوږدو کې له نږدې ۶ ساعتونو راهیسې جګړه روانه ده. د نوموړي په وینا، په دې شپږ ساعته نښته کې د پاکستان «رژيم» د نیول شویو پوستو شمېر لسو ته ورسېد.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي د سېشنبې په سهار وختي (د کب ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي: «لا هم جګړه دوام لري، دوښمن مورال بایللی او په پرلهپسې توګه خپلې سیمې پرېږدي». هغه زیاتوي، د کندهار اړوند په ډیورند کرښه کې «تر دې دمه له پاکستاني رژیم عسکرو څخه لس پوستې سره له غنیمتونو نیول شوې دي».
خوارزمي همداراز وايي، د کندهار معروف ولسوالۍ اړوند د ډیورند کرښې په اوږدو کې د «زغروال» لویه پوسته هم نیول شوې او پهکې ولاړ یو زغروال ټانک هم په بشپړ ډول لهمنځه وړل شوی دی.
