د امریکا دفاع وزیر: د ایران رژیم د امریکا او اسراییل له مستقیمو اقداماتو سره مخ شوی

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګست ویلي، هغه رژیم چې د «مرګ پر امریکا» او «مرګ پر اسراییل» شعارونه یې ورکول؛ د امریکا او اسراییل لهخوا له مستقیمو اقداماتو سره مخ شوی دی.
هغه ټینګار کړی، چې دغه جګړه د رژیم د بدلولو لپاره نه وه؛ خو په پایله کې رژیم بدل شو او نړۍوال وضعیت اوس په ښه حالت کې دی.
