سعودي عربستان د ریاض او الخرج په شاوخوا کې ۸ بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې

د سعودي عربستان دفاع وزارت د سېشنبې په سهار اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځ د ایران لهخوا توغول شوې ۸ بېپیلوټه الوتکې د ریاض او الخرج ښارونو په شاوخوا کې شنډې کړې دي.

د سعودي عربستان دفاع وزارت د سېشنبې په سهار اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځ د ایران لهخوا توغول شوې ۸ بېپیلوټه الوتکې د ریاض او الخرج ښارونو په شاوخوا کې شنډې کړې دي.

د ټېکساس جمهوريپال استازي پېټ فالون د دوشنبې په ورځ نیوز مېکس خبري اژانس ته ویلي، چې ایران د امریکا او اسراییل د هوایي بریدونو له پیل راهیسې بېهدفه ډزې کوي او د دوی په ستراتیژیو کې هیڅ ډول منطق یا همغږي نهشته.
فالون زياته کړه: «داسې ښکاري چې بېهدفه ډزې کوي او دوی له خپلو تاکتیکي کړنو سره له موږ سره مرسته کوي. هغوی خپل ګاونډيان زموږ لور ته ټېل وهي. د خليج هېوادونه ډېر غوسه دي».
فالون د ونزويلا د نوې مشرتابه لهخوا له امريکا سره د همکارۍ يادونه هم وکړه او ويې ويل: «همدا هغه څه وو، چې موږ د تېر کال له بريدونو وروسته له ايران نه تمه لرله؛ خو دوی پرېکړه وکړه چې پر خپلو بالېستيکي توغنديو ټينګار وکړي او د غني شويو يورانيمو له پرېښودو ډډه وکړي».
د هغه په وينا؛ همدا چلند د امريکا ولسمشر دې ته اړ کړ چې هغه ووايي «نور بس دی، موږ بايد بريد وکړو».
د والستریت ژورنال په يوه سرمقاله کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې راغلي، د ايران لهخوا پر عربي هېوادونو، سيمهييزو متحدينو او ان اروپايي موخو بريدونه د دې لامل شوي چې تهران لا زيات منزوي شي او پر وړاندې يې ټلواله لا پياوړې شي.
په سرمقاله کې ټینګار شوی، چې د امریکا او اسراییل د بمبارۍ له پیل راهیسې د ایران غچ اخیستونکي اقدامات په حقیقت کې د ایران د مخالفینو ترمنځ لازیات یووالی راوستی او د ایران حکومت په دې کار د «خپل بقا په وړاندې پراخه قضیه» پرانیستې ده.
ورځپاڼه ليکي، چې د خليج هېوادونه پر دغه بريدونو سخت غوسه دي او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وينا؛ ځينې يې د پوځي شخړې لپاره هم چمتو دي. په مقاله کې ويل شوي، چې د ايران لهخوا په متحده عربي اماراتو کې د فرانسې پر يوه سمندري اډه او په کوېټ کې د يوې هوايي اډې چې اېټاليا ترې کار اخلي بريدونو اروپا هم دې موضوع ته راکاږلې ده.
د سرمقالې په پای کې راغلي، که څه هم د ايران حکومت لا هم ځينې ملاتړي لري؛ خو وروستيو اقداماتو يې د حکومت د بدلون اړتیا نوره هم روښانه کړې او د دغه نظر ملاتړي زيات شوي دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې رييس نورالدین ترابي د سولیډریټي انټرنشنل موسسې له رييسې مرچولن کترن باس سره په کتنه کې وویل، په کابل کې زیات کډوال مېشت دي او لا هم مرستو او په ځانګړي ډول نغدو پیسو ته اړتیا لري.
نورالدین ترابي په دې کتنه کې د سولیډریټي انټرنشنل موسسې له رييسې وغوښتل، چې له یادو کډوالو سره د نغدو پیسو مرسته وکړي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سولیډریټي انټرنشنل موسسې رييسې مرچولن کترن باس په دې کتنه کې مستحقو کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش په اړه وویل، چې په کابل کې به له سروې وروسته مرستې ووېشي.
هغې همداراز په ډاګه کړه، چې دا موسسه داخلي بېځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنۍ رسېدنې لپاره امکانات لري او غواړي، چې له دې ادارې سره په همغږۍ او همکارۍ د مرستو د وېش بهیر پیل کړي.
کابل کې د ترکیې شارژدافیر سادین اییلدیز وايي، د چاپېریال ساتنې برخه کې نړۍوال د افغانستان پوروړي دي، ځکه افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ډېر زیانمن دی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د چاپېریال ساتنې اړوندې نړۍوالې پروژې په ټپه درېدلي دي.
په کابل کې د ترکیې شارژدافیر د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۱مه) د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رييس مطیعالحق خالص سره په کتنه کې زیاته کړه: «اقلیمي بدلون یوه نړۍواله موضوع ده چې په رامنځته کېدو کې یې ډېر رول پرمختللي هېوادونه لري او هغوی باید خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي».
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د خبرپاڼې لهمخې، د دغې ادارې رييس په دې کتنه کې د افغانانو د ظرفیت لوړونې، نړۍوالو چاپېریالي پروژو کې د افغانستان د ونډې، له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې، د ځنګلونو او او وحشي ژوو د ساتنې په برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
مطیعالحق خالص همداراز له ترکیې وغوښتل چې په نړۍوالو چاپېریالي کنفرانسونو او همداراز په سیمهییزو غونډو کې د افغان پلاوي ګډون لپاره زمینه برابره کړي او همداراز یې د یاد هېواد له شارژدافیر څخه غوښتنه وکړه: «په ترکیه کې د (COP-31) نړۍوال کنفرانس کې د افغانانو لپاره د ګډون زمینه مساعده کړي، څو وکولی شو خپلې چاپېریالي ستونزې تر نړۍوالو ورسوو او په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره شي».
نوموړي همداراز څرګنده کړه، چاپېریالي مسایل باید سیاسي نهشي، ځکه ولسونه ترې زیانمن کیږي او په وینا یې، دا بشري موضوعات دي او باید له سياست څخه جلا شي.
د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د روانو نښتو له امله د چترال «ارندو» او نورو سیمو ګڼې کورنۍ بېځایه کېدو ته اړې شوې دي. د نوموړي په وینا، دغه کورنۍ په ډېر بد حالت کې دي او پاکستان یې باید لاسنیوی وکړي.
د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، د چترال د اړندو او شاخوا کلیو ګڼې کورنۍ «دروش او لوېیر چترال» سیمو کې پناه اخیستې او په وینا یې، لا تر اوسه هېڅ ادارې یې لاسنیوی او پوښتنه نهده کړې.
هغه زیاتوي، یادې کورنۍ په دروش کې د یوه کالج په تالارونو کې ښځې او نارینه یو ځای اوسېدو ته شوي او په وینا یې: «دا نه یوازې غیر مناسبه ده، بلکې د انساني کرامت خلاف کار هم دی».
اېمل ولي خان وايي، دغې بېځایه شوې کورنۍ سمدستي خوړو، طبي مرستو او د اوسېدو لپاره مناسبونو ځایونو ته اړتیا لري او همداراز یې د پاکستان له حکومته غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې باید د یادو بېځایه شویو کورنیو لاسنیوی وکړي.