د لبنان حکومت د حزبالله پوځي فعالیتونه منع کړل

د لبنان حکومت په یوې بېسارې پرېکړې سره د حزبالله پوځي او امنیتي فعالیتونه منع اعلان کړل. دا پرېکړه د یادې ډلې له سخت غبرګون سره مخ شوه.
د لبنان لومړي وزیر نواف سلام د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۱مه) د کابینې له بېړنۍ ناستې وروسته فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: «د لبنان حکومت د هر ډول پوځي یا امنیتي اقدام سره خپل کلک او صریح مخالفت اعلانوي، چې د هېواد د قانوني بنسټونو له چوکاټ څخه بهر او د لبنان له خاورې ترسره کېږي».
هغه زیاته کړه، چې دا دریځ د «حزبالله د ټولو امنیتي او پوځي فعالیتونو د سمدستي بندیز»، د هغوی د غېرقانوني ګڼلو او د دې ډلې د وسلو د سپارلو مکلفیت غوښتنه کوي.
د حکومت دا اقدام وروسته له هغه وشو چې حزبالله اعلان وکړ، چې د دوشنبې په سهار د ایران د اسلامي جمهوریت د مذهبي مشر علي خامنهیي د وژل کېدو د غچ اخیستلو لپاره یې پر اسراییل برید کړی دی.
د دې برید په غبرګون کې، اسراییل د بیروت د سوېلي څنډو او د لبنان د سوېلي سیمو بمباري پیل کړې ده، چې د لبنان د حکومت د اعلام لهمخې، لږ تر لږه ۵۲ تنه وژل شوي او ۱۵۴ نور ټپیان شوي دي.
د حکومت د پرېکړې په غبرګون کې، د لبنان په پارلمان کې د حزبالله د فراکسیون مشر محمد رعد د بیروت «چټکې پرېکړې» وغندلې او ویې ویل: «لبنانیانو تمه درلوده چې د لبنان پر خاوره د اسراییل د تېري د غندلو پرېکړه شوې وای».
