ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر: ټرمپ د ایران پر ضد د ۴۷ کلنې شخړې د پای ته رسولو هڅه کوي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، چې د ایران د سفیر لپاره حیرانوونکې خبره نهده که هغه «ژر د پناه غوښتنې لپاره غوښتنه وکړي». هغه زیاته کړې، چې دغه حکومت «سیمه په وېره کې اچولې او سلګونه زره ایرانیان یې وژلي دي».
والټز د دوشنبې په شپه له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ د «۴۷ کلنې جګړې» په توګه یاد کړی. د هغه په وینا ؛د جېمي کارټر د ولسمشرۍ له دورې راهیسې دغه جګړه دوام لري او ریښه یې د ایران د متحده ایالاتو پر ضد اوږدمهاله مخالفت دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د اوسنیو اقداماتو له لارې «په دې اوږده شخړه کې یو زړور اقدام کوي» او دغه کړنلاره یې د اوږدمهاله شخړې د بشپړې ختمېدو هڅه وبلله.
