قطر د العدید پر پوځي اډې د بالسټیک توغندي د لګېدو خبر ورکړ

د قطر د دفاع وزارت اعلان کړی، چې له ایران څخه توغول شوی یو بالسټیک توغندی پر 'العدید' پوځي اډې لګېدلی دی. دغه اډه په قطر کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو ستره اډه ده. د وزارت د خبرپاڼې لهمخې، په دې برید کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د قطر پر وړاندې د ایران د وروستیو بریدونو په څپه کې دوه بالسټیک توغندي د دغه هېواد پر لور توغول شوي وو، خو د هوايي دفاع سیسټمونو یو توغندی په بریالیتوب سره شنډ او لهمنځه یووړ.
