د اسراییل پوځ «د اسلامي جمهوريت د مشرتابه مجتمع» په نښه کړې

د اسراییل پوځ وايي، تېره شپه یې په تهران کې «د اسلامي جمهوريت د رهبرۍ» کمپلکس، د ولسمشرۍ دفتر او د امنيت عالي شورا ودانۍ بمباري کړې دي. اسراییل ویلي، د حکومت د امنيتي پرېکړو تر ټولو لوړ ارګان د غونډې ځای، د امام علي پوځي افسرۍ پوهنځی او نور حکومتي تاسیسات هم هدف ګرځول شوي.
