د اسرایيل دفاع وزير وایي د حزبالله عمومي منشي هم د دوی له موخو څخه دی

د «علي خامنهيي د وینې غچ» په نوم پر اسراییل د حزبالله له بریدونو وروسته د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاټز ویلي: «اوس د حزب الله عمومي منشي نعیم قاسم هم زموږ له موخو څخه دی».
کاتز په رسمي څرګندونو کې ویلي، اسرایيل به د هر هغه چا پر وړاندې اقدام وکړي چې د دوی پر خاوره يا وګړو بريدونه تنظيموي يا يې ملاتړ کوي. هغه زیاته کړې، چې د حزبالله مشرتابه به هم له پوځي ځواب څخه خوندي نهوي.
د اسرایيل د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې؛ وروستي بريدونه د لبنان له خاورې ترسره شوي او څو توغندي د اسرایيل شمالي سيمو ته توغول شوي دي. د اسراییلي پوځ وياند ويلي، چې په ځوابي عملياتو کې د حزبالله اړوند ځينې پوځي مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه هم په نښه شوي دي.
