سنټکام: د سپاه پاسداران د قوماندې او کنټرول تاسیسات مو ویجاړ کړل

د امریکا مرکزي قوماندې (سنټکام) د سېشنبې په سهار (د کب ۱۲مه) ویلي: «امریکایي ځواکونو د روانو عملیاتو په ترڅ کې د سپاه پاسداران د قوماندې او کنټرول تاسیسات، د هوايي دفاع وړتیاوې، د توغندیو او ډرون وېشت ځایونه او پوځي هوايي ډګرونه ویجاړ کړي دي».
یادې ادارې ویلي، چې امریکا به د ایراني رژیم د ګواښونو په وړاندې «پرېکنده اقدام» ته دوام ورکړي.
