حمدالله فطرت: له پاکستان سره د جګړې پرمهال د امریکا د ولسمشر غبرګون عجیب و

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي:« له پاکستان سره د جګړې پرمهال د امریکا د ولسمشر غبرګون په رېښتیا هم عجیب و، ځکه پاکستان د دغه جګړې پروژه اخیستې وه او په یوازې ځان یاد هېواد نهشي کولای دغه ډول بریدونه وکړي».
هغه زیاته کړې، د دوی دریځ روښانه دی چې د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي او د «ټيټيپي» اعلامیه له دوی سره هیڅ تړاو نهلري؛ بلکې پاکستان پورې تړاو لري.
