ټرمپ: د امریکا د مهماتو زېرمې بېسارې او د جګړې لپاره بشپړې چمتو دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې تر دې دمه د امریکا د مهماتو زېرمې هیڅکله دومره غټې او لوړ کیفیت لرونکې نه وې او د دغه زېرمو په مرسته امریکا کولای شي د جګړې پرمهال پراخ عملیات ترسره کړي.
ټرمپ اوکراین ته د پرمختللو وسلو د وړیا ورکولو په اړه ولسمشر جو بایدن تور کړی او زیاته کړې یې ده، چې د پوځ د بیا رغونې بهیر ته دوام ورکوي. هغه ټینګار کړی، چې امریکا د «لویې بریا» لپاره بشپړ چمتووالی لري.
