امریکا کې د بحرین سفیر: زموږ د هوايي دفاع سیسټم ۷۰ توغندي او ۵۹ ایراني ډرونونه شنډ کړي دي

په امریکا کې د بحرین سفیر عبدالله رشید الخلیفه ویلي، چې د دغه هېواد د هوايي دفاع سیسټم په بریالیتوب سره د ایران لهخوا توغول شوي ۷۰ بالستیک توغندي او ۵۹ ډرونونه شنډ کړي دي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پر ملکي ځایونو برید کول له ملي حاکمیت او نړۍوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. هغه زیاته کړې: «موږ د ځوابي برید بشپړ حق لرو».
