اسټرالیا: په دوبۍ کې زموږ پوځي اډه د ایران لهخوا په نښه شوې، ټول ځواکونه خوندي دي

د اسټرالیا حکومت اعلان کړی، چې په منځني ختیځ کې یې د هېواد پوځي اډه د یکشنبې په ورځ د ایراني بېپیلوټه الوتکو لهخوا په نښه شوې؛ خو ټول ځواکونه یې خوندي دي. د دغه هېواد دفاع وزیر ویلي، «المنهاد» هوايي اډه چې د دوبۍ سوېل ته په ۲۴ کیلومترې کې موقعیت لري په نښه شوې ده.
