د خامنه يي یو احتمالي ځایناستی مجتبی خامنه يي ژوندی دی

د ایران حکومتي خبري اژانس مهر خبر ور کړی، چې د وژل شوي مذهبي مشر علي خامنه يي زوی، مجتبی خامنه يي ژوندی دی. د نوموړي په اړه ویل کیږي، چې د خامنه يي یو احتمالي ځایناستی کېدای شي.

د ایران حکومتي خبري اژانس مهر خبر ور کړی، چې د وژل شوي مذهبي مشر علي خامنه يي زوی، مجتبی خامنه يي ژوندی دی. د نوموړي په اړه ویل کیږي، چې د خامنه يي یو احتمالي ځایناستی کېدای شي.

د سولې، امنیت او د ښځو د وضعیت په تړاو د جورجټاون انسټیټوټ ۱۸۱ هېوادونه ارزولي چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د تر ټولو کمزوري وضعیت له امله یو ځل بیا د ۱۸۱م مقام په ترلاسه کولو سره د لېست په پای کې راغلی.
په دې ارزونه کې ډنمارک د ښځو لپاره د غوره فعالیت له امله لومړی مقام خپل کړی دی.
تېر کال هم د سولې، امنیت او د ښځو د وضعیت په تړاو د جورجټاون انسټیټوټ دراپور له مخې، افغانستان د نړۍ له ۱۸۸هېوادونو څخه د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد ګڼل شوی و.
د راپور له مخې، د هغو لسو هېوادونو په ډله کې چې د ښځو د وضعیت او د هغوی د حقونو په برخه کې تر ټولو ټیټه کچه لري، چې افغانستان هم پکې شامل دی، له هرو پنځو ښځو څخه یوه یې د خپل ژوند له ملګري څخه د تاوتریخوالي تجربه لري.
په دې درجه بندۍ کې حتا سویلي سوډان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، سوریه، د مرکزي افریقا جمهوریت او یمن له افغانستان څخه په لوړو رتبو کې راغلي دي.
دغه راپور چې د نړۍ په هېوادونو کې د ښځو د وضعیت د ارزونې لپاره په ۱۳ معیارونو ولاړ معلومات ارزولي، ښيي چې د افغانستان په ګډون له نیمایي زیاتو ښځو ویلي چې خپلو ټولنو کې د امنیت احساس نه کوي.
سربېره پر دې، له هرو څلورو ښځو څخه نږدې درې ښځې له وسله والو شخړو سره نږدې واټن کې ژوند کوي.
نوې شمېرې ښيي چې په نړۍ کې له هرو شپږو کسانو څخه یو تن د شخړو له ګواښ سره مخ دی.
خو له دې سره سره، د ښځو په حقونو کې شاتګ د شخړو او تاوتریخوالي له زیاتوالي سره په اندېښمنوونکي ډول هممهاله شوی دی.
شخړو ته د ښځو نږدېوالی د هغوی پر هوساینې منفي اغېز کوي.
د افغانستان په څېر هېوادونه چې په دې درجه بندۍ کې تر ټولو کمزوری ځای لري، په څو نورو درجه بندیو کې هم کمزوری وضعیت لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا پر لومړي وزیر کییر سټارمر یوځل بیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ایران پر سر د دواړو هېوادونو د ځانګړو اړیکو کمزوري کېدل خواشینوونکي دي. دا څرګندونې وروسته له هغه دي چې لندن په لومړیو کې پر ایران د امریکا له بریدونو مستقیم ملاتړ ونه کړ.
سټارمر ویلي وو چې بریتانیا پر ایران د امریکا او اسراییل په برید کې برخه نه ده اخیستې، ځکه هر ډول پوځي اقدام باید عملي او له مخکې سنجول شوی روښانه پلان ولري.
هغه دا هم ویلي چې له اسمانه د رژیم بدلون سمه لاره نه ده.
وروسته بیا بریتانیا امریکا ته اجازه ورکړه چې ددوی له پوځي اډو څخه د محدودو او دفاعي بریدونو لپاره کار واخلي.
ټرمپ ویلي چې د ایران د ویشتلو لپاره یې د بریتانیا ملاتړ ته اړتیا نه لرله، خو د ملاتړ ځنډ ورته نهیلي کوونکی و.
هغه زیاته کړې چې پخوا د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې نږدې وې، خو اوس هغسې نه ښکاري.
په بریتانیا کې سټارمر له بېلابېلو لورو تر نیوکو لاندې راغلی. ځینې سیاسي مخالفان وايي باید د امریکا کلک ملاتړ شوی وای، خو نور بیا ټینګار کوي چې حکومت باید د پوځي اقدام پر قانوني بنسټ او ملي ګټو تمرکز وکړي.
بریتانیا، فرانسې او جرمني د ایران د وروستیو بریدونو په غبرګون کې په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی د سیمې له شریکانو سره په اړیکه کې دي او د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کوي.
سټارمر پارلمان ته ویلي چې هغه د بریتانیا د ملي ګټو پر بنسټ پرېکړه کړې او پر خپل دریځ ولاړ دی.
کرملین وايي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به ایران ته د عربي هېوادونو د مشرانو هغه اندېښنې ورسوي چې په سیمه کې د تېلو پر تاسیساتو د تهران د بریدونو له امله راپورته شوې دي.
پوتین د دوشنبې په ورځ د خلیج له څلورو عربي مشرانو سره پرلهپسې ټیلیفوني خبرې وکړې او وړاندیز یې وکړ چې له تهران سره د مسکو له ستراتیژیکو اړیکو څخه په ګټې اخیستنې، د سیمې د تاوتریخوالي د کمولو هڅه وکړي.
د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف خبریالانو ته وویل: « پوتین به حتمي هڅه وکړي چې لږ تر لږه د کړکېچ په کمېدو کې ونډه واخلي».
د سې شنبې په ورځ د تېلو بیې د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره لوړې شوې، ځکه ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په ځواب کې د خلیجي هېوادونو د انرژۍ پر تاسیساتو او د هرمز په تنګي کې پر ټانکرو بریدونه وکړل.
ایران د ټولو خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادرات تر بلې خبرتیا پورې بند کړي دي. دا پریکړه په داسې حال کې کیږي، چې پر ایران د افغانستان د وارداتو اتکا په دې وروستیو کې ډېره شوې وه. د تورخم سوداګریزه لاره هم له اکتوبر میاشتې راهیسې تړل شوې ده.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پرېکړه د ایران د اوسني وضعیت له امله شوې ده، څو خلکو ته د لومړنیو، حساسو او اړینو توکو برابرولو ته لومړیتوب ورکړل شي، او دا به تر بلې خبرتیا پورې نافذه وي.
د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ، ایران په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د ټولو وارداتو شاوخوا ۲۳ سلنه برخه برابره کړې وه، او دا ونډه د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمایي کې ۳۰ سلنې ته لوړه شوه.
په راپور کې راغلي چې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۱.۷ میلیارده ډالره خوراکي توکي وارد کړي دي، او د ۲۰۲۴ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د خوراکي توکو واردات ۱۸ سلنه زیات شوي دي.
نړیوال بانک مخکې ویلي وو چې د تورخم پر لاره د سوداګریزو محدودیتونو او تعرفو له زیاتېدو وروسته، افغانستان د خپلو سوداګریزو لارو یوه برخه ایران ته اړولې ده.
ملګرو ملتونو ويلي، اروپايي ټولنې د يونېسف په همکارۍ افغانستان ته د ژوند ژغورنې تغذيوي توکي لېږلي چې له مخې به يې ۲۰زره سخت خوارځواکه ماشومان تر درملنې لاندې ونيول شي.
دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونېسف) په يوې خبرپاڼه کې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ د اروپايي ټولنې له لوري د تمويل شويو درېيو بېړنيو بشري الوتنو له ډلې لومړۍ الوتنه افغانستان ته رسېدلې او په ټوليز ډول به ۲۰زره د تغذیوي خوړو (RUTF) کڅوړې ولېږدول شي. دغه خواړه د سختې خوارځواکۍ د درملنې لپاره کارېږي او د بېړنيو تغذيوي پروګرامونو بنسټيزه برخه ګڼل کېږي.
يونېسف ويلي، په هېواد کې د دغه توکو د کمښت لامل د کورنيو تدارکاتي سرچينو د نشتوالي، له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو او د مرستو کمښت ښودل شوی دی. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې ويلي، اروپايي ټولنه د افغانستان له زيانمنو ماشومانو سره مرستو ته ژمنه ده او دغه مرسته به ۲۰زره ماشومان تر درملنې لاندې ونيسي.
په افغانستان کې د يونېسف استازي ټينګار کړی، چې د سختې خوارځواکۍ له امله د ماشومانو پر وخت درملنه د ژوند او مرګ ترمنځ توپير رامنځته کوي او دغه بېړنۍ مرسته به د درملنې بهير له ځنډ پرته روان وساتي.
د يونېسف د معلوماتو له مخې؛ افغانستان له اوږدمهالې تغذيوي کړکېچ سره مخ دی او اټکل کېږي، چې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳.۷ مېليونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. اقتصادي بېثباتۍ، جګړو او اقليمي پېښو د خوړو نه خوندیتوب لاپسې ژور کړی او بشري وضعيت يې خورا کړکېچن کړی دی.