د اسراییل د پوځ ویاند: امکان نهلري چې ایران ته ځمکني ځواکونه واستوو

د اسراییل د پوځ نړۍوال ویاند نادو شوشاني د سېشنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) بهرنیو رسنیو ته ویلي، دا «ناشونې» ده چې اسراییل به ایران ته ځمکني ځواکونه واستوي. هغه زیاته کړې، چې دا کار «عملي نهدی».
د اسراییل د پوځ ویاند ویلي و، اسراییل د ایران پر وړاندې یو پوځي کمپاین چمتو کړی چې ښایي څو اونۍ وخت ونیسي؛ خو د ځمکنیو ځواکونو د استولو امکان ډېر کم دی. هغه وویل، لاتراوسه پورې پرمختګونه مثبت دي؛ خو په جګړه کې لاهم بدلونونه راتلای شي.
