• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د محبوب شاه محبوب لیکنه

افواهات، احساسات او معلوماتي جګړه؛ د جګړې موازي جبهه او د ټولنیزو شبکو رواني جوړښت

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۰

د طالبانو او پاکستان د وروستیو نښتو په ترڅ کې د ټولنیزو رسنیو فضا د ګڼو ادعاوو شاهده ده، له دې بې‌اساسه خبرو چې ګواکې طالبان تر جمروده رسېدلي، تر هغو افواهاتو پورې چې ویل کېږي د پاکستان پوځیان په جلال‌اباد کې لیدل شوي، ټولې ادعاوې دي.

تر دې دمه هیڅ معتبره، رسمي، خپلواکه یا نړۍواله سرچینه دا ډول معلومات نه تاییدوي، خو د ټولنیزو رسنیو فضا پرې ډکه ده. ډېری دا روایتونه د هغو کسانو له‌خوا جوړېږي چې د موبایل د څو ثانیو ایډیټ په وسیله "خبر" تولیدوي.

دا د معاصرې جګړې هغه بڼه ده چې معلوماتي جګړه بلل کېږي، هغه جګړه چې د وسلو پر ځای د تصویر، ادعا، احساس او رواني فشار په وسیله پر مخ ځي.

په ټولنیزو علومو کې معلوماتي جګړه هغې هڅې ته ویل کېږي چې پکې د معلوماتو د بدلولو، پټولو، اغېزمنولو یا کنټرول له لارې د ټولنې رواني او فکري چلند ته شکل ورکول کېږي.
د لیکوال او څېړونکي لارسن او زېګلر (2017) څېړنې ښيي چې د معلوماتو د تحریف پروسې درې کچې لري:

  1. د واقعیت د ادراک ګډوډول
  2. د احساساتو پارول
  3. د ټولنیز چلند بدلول

د افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان غوندې په جګړه‌ځپلو ټولنو کې دا کچې ډېرې چټکې او پیاوړې عمل کوي.

د ارواپوهنې ګڼو څېړنو (Kahneman, 2011) ثابته کړې چې انسان لومړی احساساتي او وروسته منطقي عکس‌العمل ښيي. ټولنیزې شبکې همدغې احساساتي برخې ته مستقیم لاسرسی پیدا کوي.

  • د چټکو ویډیوګانو لیدل
  • د جګړې انځورونه
  • د وېرې او غوسې پاروونکې جملې
  • د فوري شریکولو اسانتیا

دا ټول د انسان “ذهني لنډې لارې” (Cognitive shortcuts) فعالوي چې اصلي هدف یې چټک غبرګون دی نه دقیق تحلیل.

نو کله چې یو څوک یو ویجاړ شوی جېټ یا یو مصنوعي انځور ویني، ذهن د واقعیت او افواه تر منځ د توپیر کولو فرصت نه پیدا کوي.

معلوماتي جګړه د ټولنې پر رواني او ټولنیزو جوړښتونو څلور ستر اغېزې لري:

د ذهني روغتیا کمزورتیا

نا تایید شوې ویډیوګانې، د جګړې ادعاوې او وېروونکي روایتونه د خلکو د فشار هورمون (Cortisol) کچه لوړوي، چې په پایله کې یې وېره، خپګان، بې‌خوبۍ او د ورځني فعالیت کمزورتیا رامنځته کیږي. اوس یوه شېبه فکر وکړئ ایا په تاسو کې دا نښې پېدا شوي؟

د ټولنیز باور ماتېدل

کله چې معلومات غیر دقیق وي، عامه ذهنیت د بې‌باورۍ پر لور ځي.
دا بې‌باوري بیا په دوو لارو زیان رسوي:

  1. د خلکو ترمنځ د شک زیاتوالی
  2. د ملي او ټولنیزو بنسټونو پر باور منفي اغېز

اقتصادي بې‌ثباتي

اقتصادي څېړنې ښيي چې افواهات او رواني ناامنۍ د اسعارو پر تبادله مستقیم اغېز کوي.
همدا اوس د افغانۍ رسمي، نرخ یو ډالر په ۶۵.۳۰ دی خو په بازار کې یو ډالر په ۷۱ افغانۍ پلورل کیږي، چې د همدې رواني فشار پایله ده.
اقتصادي سیستمونه د باور پر بنسټ کار کوي؛ کله چې باور کم شي، ارزښت بدلېږي.

د واقعیت او دروغو تر منځ کرښه

کله چې یو کس په یوه ورځ لسګونه متضاد خبرونه ویني، د معلوماتو د فلټر کولو وړتیا یې کمېږي.
دا حالت د «معلوماتي ستړیا» (Information fatigue) په نوم یادیږي او د زده‌کوونکو، سوداګرو او کارکوونکو د پرېکړې ځواک کمزوری کوي.

خو اساسي پوښتنه لا هم پر ځای ده، ولې خلک د افواهاتو ملاتړ کوي؟

په جګړه‌ځپلو ټولنو کې خلک “منل کېدو” ته اړتیا لري؛ نو کله چې یو شخص د خپلې خوښې روایت وانه وري، هغه څوک چې دا روایت رد کړي، په اتومات ډول د مخالف یا دښمن په سترګه ورته کتل کېږي.

دا پدیده د ټولنیزو علومو په اصطلاح کې د Social Conformity په نوم یادېږي.
پایله یې دا ده چې ډېری خلک د حقایقو پر ځای د خپلې ډلې د احساساتو تایید ته لومړیتوب ورکوي.

د ګډوډۍ پر وړاندې یوازینۍ ستراتیژي: علمي، دقیق او مسوولانه چلند دی، د معلوماتي جګړې پر وړاندې موثره دفاع درې ساده اصول لري:

تر ټولو لومړۍ مساله دا ده، چې د سرچینې ارزونه وکړو او له ځانه درې پوښتنې وکړو:

  • دا خبر چا خپور کړی؟
  • کومه سرچینه یې لري؟
  • بل مستقل ځای یې تاییدوي؟

د بې‌اعتباره پاڼو او اشخاصو انسجامي له پامه غورځول هم یو مسوول چلند ګڼل کیږي. هغه حسابونه چې دوامدار نا تایید شوي مواد خپروي، باید قصدي “Unfollow” شي.

درېیمه مساله د سرعت پر ځای دقت ته لومړیتوب ورکول دي. په معلوماتي جګړه کې سریع شریکول خطرناک او احتیاطي ځنډ ګټور دی.

که یې لنډه کړو، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنی ټکر یوازې نظامي بُعد نه لري؛ بلکې د روایتونو، احساساتو، دروغو او بې‌منبعه محتواوو یوه موازي جګړه هم روانه ده. په دې فضا کې د هر فرد مسوولیت دی چې د معلوماتو په انتخاب کې دقیق، واقع‌بین او علمي چلند غوره کړي.

د حقیقت درناوی، د معلوماتو تصدیق او د افواهاتو مخنیوی هغه عناصر دي چې د ټولنې فکري سلامتۍ، ټولنیز ثبات او ملي یووالي ته لاره هواروي.

ډېر لیدل شوي

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده
۱

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۲

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۳

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۴

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۵

هبت‌الله اخوندزاده د پولیسو روغتونونو ته د محتسبانو او کورنیو د «امتیازي درملنې» امر کړی