محمداشرف حیدري: پاکستان پر افغانستان د ستراتیژیک نفوذ لپاره دوه طرفه لوبه کوي

د جمهوریت پرمهال په سریلانکا کې د افغانستان سفیر او د بېځایه شویو سازمان مشر محمداشرف حیدري ویلي، افغانان د طالبانو او د هغوی د زړو بڼو ترمنځ راګیر شوي چې اوس یې د «مخالفو» په نامه بیا معرفي کړي او د خپلو پخوانيو مشرانو په څېر د (ISI) ادارې تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي.
حیدري پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستان په یوې پېژندل شوې او بدبینانه لوبه کې په ګټوره توګه د افغانستان پر دواړو اړخونو لوبه کوي؛ ترڅو خپل سخت ترلاسه شوی «ستراتیژیک نفوذ» خوندي وساتي، چې په پایله کې یې د افغانستان خپلواکۍ او ملي امنیت ته ګواښ پېښ شوی.
