په کاناډا او جرمني کې یو شمېر افغانانو پر افغانستان د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون وکړ
په کاناډا او جرمنی کې یو شمېر مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون وکړ. یو شمېر افغانانو د کاناډا په ټورنټو کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته لاریون کړی او پر افغان خاوره یې د پاکستان بریدونه غندلي دي.
د کاناډا په ټورنټو کې افغانانو پر افغان خاورې د پاکستان پرلهپسې بمبارۍ د نړۍوالو اصولو خلاف وبللې او همداراز د جرمني په فرانکفورټ کې هم یو شمېر افغانانو د یادو بریدونو له غندنې سربېره له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې پاکستان د «تېري» او د ولسي وګړو د په نښه کولو په تړاو ځواب ورکړې ته اړ کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر سره په ټلیفوني اړیکه کې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ له شپږو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.
پاکستان شپږ ورځې مخکې په خېبرپښتونخوا او ځينو نورو سیمو کې له چاودنو او بریدونو وروسته پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او ورسره جوخت طالبانو هم له څو ساعتونو وروسته ځوابیه بریدونه پيل کړل او لا هم د دواړو لوریو تر منځ جګړه روانه ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سېشنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) وویل: «بدني سزا د انساني کرامت او جسمي بشپړتیا پر وړاندې یو سپکاوی دی او د شدت لهمخې دا یو ظالمانه، غېر انساني او له سپکاوي ډک چلند او یا هم شکنجه ګڼل کېدای شي. دا لړۍ باید سمدستي ودرول شي».