په پنجشېر کې په پرلهپسې توګه د ډزو غږونه
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو پر دوام د پنجشېر ولایت اوسېدونکو د سېشنبې په سهار (د کب ۱۲مه) د دغه انځورونو په لېږلو سره په یاد ولایت کې د ډزو له غږونو خبر ورکړی دی. ښاریانو ویلي، له دې سره هممهاله یې د پنجشېر ولایت په مرکز بازارک کې د یوې «زورورې چاودنې» غږ هم اورېدلی دی.
