امرالله صالح: د پاکستان پوځ پر ډیورند کرښې ملي تاسیسات په تدریجي ډول لهمنځه وړي

د جمهوریت پرمهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو د مشروعیت نشتوالي له امله د پاکستان پوځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې ملي بنسټونه په تدریجي ډول لهمنځه وړي دي.
صالح پر اېکس پاڼه زیاته کړې، د طالبانو وسلهوال نه یوازې د دفاع وړتیا نهلري؛ بلکې د یادې ډلې نامشروع روایات په کور دننه او بهر هم څوک نه اوري. هغه ټینګار کړی، «که یوه ورځ موږ وسلې نهلرلې؛ خو لږ تر لږه د غږ او روایاتو په لرلو مو خپلواک دریځ لاره، خو اوس پاکستان دغه فرصت هم لهمنځه وړی دی».
هغه د طالبانو د لابیو او انلاین هڅو یادونه کړې، چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو پر وړاندې یې د ترور او جګړې څرګندونې کړې دي. صالح په پای کې ویلي: «د ملي دفاع یوازینۍ لاره د ملي بېرغ او مشروعیت تر سیوري لاندې امکان لري». هغه طالبانو ته د خبرداري په توګه ویلي، چې دوی افغانستان د ۱۹۹۰مو کلونو سومالیا ته ورته کړی دی.
