په ریاض کې له پېښې وروسته په اسلاماباد کې د امریکا سفارت خپلې چارې وځنډولې

په ریاض کې د امریکا سفارت له په نښه کېدو وروسته په اسلاماباد کې د امریکا سفارت خپلې ورځنۍ چارې تر جمعې ورځې وځنډولې.
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت د سېشنبې په سهار وختي (د کب ۱۲مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي: «د اوسني امنیتي وضعیت له امله په اسلاماباد کې د امریکا سفارت او په لاهور او کراچۍ کې کونسلګریو د جمعې تر ورځې (د مارچ تر ۶مې نېټې) د ویزو ټولې مرکې اپاینمنټونه لغوه کړې دي».
