متحده عربي امارات: ایران پر موږ تر زرو ډېر بریدونه کړي دي
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وایي، ایران تر اوسه پر دغه هېواد له زرو ډېر بریدونه کړي دي. یاد وزارت زیاته کړې، اماراتو تر اوسه د ایران د بریدونو پر وړاندې په خپل دفاعي دریځ کې د بدلون پرېکړه نه ده کړې، خو د ځان دفاع خپل مشروع حق بولي.
متحده عربي امارات: ایران پر موږ تر زرو ډېر بریدونه کړي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر سره په ټلیفوني اړیکه کې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ له شپږو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.
پاکستان شپږ ورځې مخکې په خېبرپښتونخوا او ځينو نورو سیمو کې له چاودنو او بریدونو وروسته پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او ورسره جوخت طالبانو هم له څو ساعتونو وروسته ځوابیه بریدونه پيل کړل او لا هم د دواړو لوریو تر منځ جګړه روانه ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سېشنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) وویل: «بدني سزا د انساني کرامت او جسمي بشپړتیا پر وړاندې یو سپکاوی دی او د شدت لهمخې دا یو ظالمانه، غېر انساني او له سپکاوي ډک چلند او یا هم شکنجه ګڼل کېدای شي. دا لړۍ باید سمدستي ودرول شي».