طالبان وايي تراوسه یې تر «۱۵۰ ډېر پاکستاني ځواکونه» وژلي دي

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي اعلان کړی، چې د جګړې له پیل راهیسې د طالبانو لهخوا تر ۱۵۰ ډېر پاکستاني ځواکونه وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. خوارزمي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ۴۰ پاکستاني پوستو د ویجاړېدو خبر هم ورکړی دی.
