امریکا په اردن، بحرین او عراق کې خپلو غیر ضروري کارکوونکو ته د وتلو امر کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اردن، بحرین او عراق کې خپلو ټولو غیر ضروري دولتي کارکوونکو ته له خپلو کورنیو سره یوځای له دغه هېوادونو د وتلو امر کړی دی. یاد وزارت تر دې وړاندې هم له خپلو وګړو غوښتي وو، چې خلیجي هېوادونو ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.
