طالبان وایي په لوګر کې یې د پاکستان بېپيلوټه الوتکه نسکوره کړې

په لوګر کې د طالبانو د دویمې امنیتي حوزې امر سلطان محمد سنګین رسنیو ته ویلي، چې نن سهار د دوی دفاعي ځواکونو د «پاکستان پوځي رژيم» یوه بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده. طالبانو د نسکورې شوې الوتکې ویډيو هم خپره کړې ده.
خو د پاکستان حکومت لاتراوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.
