طالبان وايي په خوست کې یې د پاکستان کشفي بېپیلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې نن سې شنبه یې د خوست ولایت په مستربل سیمه کې د پاکستان کوچنۍ کشفي بېپیلوټه الوتکه (ډرون څرخکه) را غورځولې ده. د طالبانو دفاع وزارت ویاند په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې په روانه جکړه کې یې د پاکستان پنځه بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
