عباس عراقچي: امریکا د اسراییل لپاره «اختیاري جګړه» پیل کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، امریکا د اسراییل په ګټه یوې «اختیاري جګړې» ته داخله شوې او د ایران له لوري ورته هېڅ ډول ګواښ نهو پېښ.
عراقچي پر اېکس پاڼه لیکلي، ښاغلي روبیو په خپلو څرګندونو کې هغه څه ومنل چې «ټولو ته څرګند وو»، یعنې امریکا د اسراییل په استازیتوب جګړه پیل کړې ده. هغه ټینګار کړی، چې د ایراني او امریکایي وینو تویېدو مسوولیت د اسراییل د پلویانو پر غاړه دی.
